Oct 02, 2022 07:46 Asia/Kabul
  • د زاهدان د تورې جمعې د جنایت د شهیدانو د وینې انتقام مو په ایجنډا کښې دی

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په یو پیغام کښې ټینګار وکړ: د سپاه او بسیج د هغو شهیدانو د وینې بدل چې د زاهدان د تورې جمعې د جنایت قرباني شول، په خپلې کاري ایجنډا کښې ګڼو

د سپاه نیوز د خبر له مخې سردار جنرال حسین سلامي په یو پیغام کښې د زاهدا د خلکو د امنیت او ارامښت په دفاع کښې د امنیت د حریم د پاسدارانو او بسیجیانو د مظلومانه شهادت په مبارکۍ او تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ: د سیستان و بلوچستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې د نړیوال استکبار او د پردیو امنیتي سروسونو له خوا د اجیر شویو او لاسپوڅو ترهګرو له دسیسو سره د بې وقفې مقابلې لارې ته به د شهادت تر سرحده دوام ورکړو.

د سپاه پاسداران د مشر قومندان په پیغام کښې هم داشان راغلي دي: د سیستان و بلوچستان خلکو د وروستي ناوړې او ترخې پیښې وروسته په حساسو شیبو کښې د ټولنې د نظم او امنیت له ساتونکو سره پوره پوره ملګرتیا وکړه او په دغې پیښې کښې د بیلتون غواړو ترهګرو او د عبدالمالک ریګي د خائنې، خبیثې او ترهګرې ډلګۍ د پاتې کسانو په قومندانۍ کښې د سلطې او استکبار د مشرانو په تیره بیا د امریکې د ترهګر روزونکي رژيم او د جعلي او جنایتکار صهیونیسټي حکومت د واکمنانو پلید لاسونه په ډاګه لیدل کیږي.

 

ټیګونه