Oct 03, 2022 04:19 Asia/Kabul
  • بي بي سي او ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژنونه دروغ خپروي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د قضايي کمیسیون غړي حسن نوروزي په بریتانیا کښې دیره د فارسۍ ژبې د رسنیو د ورانونکي کړچار په مقابل کښې د انګلستان د حکومت د ځواب ویلو لپاره د یوه حقوقي پلان د برابرولو خبر ورکړ.

په تیرو څو ورځو کښې بلواګرو عناصرو د ایران د اسلامي انقلاب ضد او دښمنو رسنیو په لمسون او دغه راز د مهسا امیني د مړینې په پلمه د ایران په ځینو ښارونو کښې واټونو ته په راوتلو سره د عمومي ځایونو د ورانولو اقدام وکړ.

د ایران په وروستیو بلوا کښې د اینټرنیټ او د رسنیو اغیز ته په اشارې سره داسې معلومیږي چې بیلابیلې ټولنیزې اینټرنیټ شبکې چې له ایران څخه بهر مدیریت کیږي د اعتراضونو په رامینځته کولو او په جنګ غواړي او له تاوتریخوالي په ډک چلند د دغو اعتراضونو په بدلولو کښې اساسي رول لرلی دی.
د ایران د اسلامي شورا د قضايي او د حقوقي کمیسیون غړي حسن نوروزي له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د هغو رسنیو د کوربه توب په علت چې د ایران ملي امنیت ته ګواښ کوي د انګلستان د حکومت د ځواب ویلو لپاره د حقوقي پلان متن برابریږي.

هغه وویل ټاکل شوي ده چې د ایران خارجه وزارت د حقوقي او د قضايي اقداماتو له لارې د فارسۍ ژبې رسنیو ورانونکی رول تعقیب کړي چې نور دغه فارسۍ ژبې رسنۍ د ایران له داخلي پیښو ناوړه استفاده ونکړي.

د ایران په ځینو ښارونو کښې په وروستیو اعتراضونو کښې د انګلستان د بې بي سي او د سعودي عربستان د وهابي رژیم ایران اینټرنیشنل ټیلي ويژن په شان رسنیو له دروغو د ډکو خبرونو په خپرولو سره د ایران په داخل کښې د بلواو د زیاتولو او د دغو بلواو د دوام هڅه کوله.

 

ټیګونه