Oct 03, 2022 16:20 Asia/Kabul
  • اعتراض یا بلواپه اعتراضي کړنو کې د قانون لومړیتوب

پر دې اساس هغه اقدامات چی د یوشمیر امنیتی ځواکونو او پولیسو د شهادت او د عمومي اموالو د تخریب سبب شوی دی او یا هغه اسلامی سپیڅلتیاو ته سپکاوې او جوړښت ماتونکي شعارونه چی په وروستیو ورځو کې ورکړل شوي دي ، نه په قانوني چوکاټونو کې راځی او نه ورته د اعتراض نوم ورکول کیدلې شي .

 

په وروستیو دو اونیو او د ایران په ځینو ښارونو کې له بلوا او نارامۍ وروسته چی زیاتره د دښمنانو په لمسون سره یې دوام ومونده او په هیواد کې د ځان او مال د تاوانونو سبب شوی یوځل بیا په اعتراضاتو کې د قانون رعایتولو ته د پام ضرورت د جدی توجه وړ ګرځیدلې دې .

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسی قانون په ۲۷ اصل کې راغلی دي ، له وسلو وړلو او ګرځولو پرته د غونډو او لاریونونو ترسره کول په دې شرط چی د اسلام د اساس لپاره خنډ نه وی ، ازاد دي .

په همدې اساس په تیرو کلونوکې ډیرې صنفی غونډې د ولسمشرۍ یا اسلامي شورا د اورګانونو په وړاندې ترسره شوي دي او غونډه جوړونکیو خپلې صنفی غوښتنې او نیوکې مطرح کړي دي له دې پرته چی دغه غونډې د بلوا او تاوتریخوالي په لور ورشي .

خو د وروستیو دو اونیو بدلونونه له قانوني چوکاټونو بهر دوام موندلې دې  ، دغه بلواګانې د یوې کرد انجلۍ د مړینې په اعتراض په پلمه پیل شوی او دښمنانو د هغو  ګوډاګیانو او ترهه ګروهغه په ټولنه کی د درز د رامینځته کولو ، بیلتون غوښتنې او اختلاف لپاره فرصت بللی دی او هڅه کوی چی د ایران مختلفې پرګنې او قومیتونه د نظام په وړاندی راولي ، دا په داسې حال کی ده چی د دغې ایرانۍ میرمنې په دوسیې غور په اړونده ادارو کی تعقیبږی او نتیجه به یې په راتلونکیو ورځو کې اعلان شی .

پر دې اساس هغه اقدامات چی د یوشمیر امنیتی ځواکونو او پولیسو د شهادت او د عمومي اموالو د تخریب سبب شوی دی او یا هغه اسلامی سپیڅلتیاو ته سپکاوې او جوړښت ماتونکي شعارونه چی په وروستیو ورځو کې ورکړل شوي دي ، نه په قانوني چوکاټونو کې راځی او نه ورته د اعتراض نوم ورکول کیدلې شي .حتی د ډیموکراسي او بیان د ازادۍ مدعی هیوادونه هم له دغسې کړنو سره چلند کوي ، مثلا کله چی په فرانسې او انګلستان کې له اسلامی ایران سره د مخالفت او اعتراض په پلمه په لندن او پاریس کې د ایران په ډیپلوماتیکو ځایونو د حملې نیت درلوده د بلوا ضد ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول اویوشمیر پکې ونیول شول .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي  هم په همدې ارتباط نن د پوځ د ملیټري پوهنتونونو د فارغ التحصیلو په ګډو دستورو کې  پخپلې مهمې وینا کې وروستیو پيښو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، دایران ملت په دغې پيښې کې هم د نورو پیښو په شان په بشپړ ډ ول پياوړی ظاهر شو  او په راتلونکي کې به هم همدغه شان وي  او په راتلونکي کې  هرچرته چې  دښمنان وغواړي ، کوم خار پار واچوي، دا چې  له هرچابه مخکې  کلک ودریږي ،د ایران مومن او شجاع ملت دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره دغه بلواوې پلان شوي وې ، ووئيل؛ که  ددغې پيغلې جینۍ قضیه  هم نه وائ، نو یوه بله پلمه  ئې رامینځةکوله څو سږکال د تلې یا میزان د میاشتې په لومړۍ نیټه  په  هیواد کې ناکراري او بلواوې رامینځةکړي. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ، په  دنیا کې ډیرې بلواوې رامینځةکیږي  او په اروپا په تیره بیا په فرانسې او پاریس کې وخت په وخت یو ځل  اږده بلوا رامینځةکیږي.

دوي همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې دیوې پیغلي جینۍ  د رحلت په باب د امریکایانو  افسوس کول دروغ دي ، او دوي د ظاهر په اپوټه، د یوې پیښې  او غمیزې د رامینځةکولو لپاره ددغې پلمې لاس ته په راوړوسره خوشال دي ،ووئيل؛په هیواد کې د درو واړو قواؤ مسئولانو افسوس کړی دی او قضایه قوې ژمنه کړې ده  چې موضوع تر نهایت پورې تعقیبوي.

دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې  دښمن د هیواد په جنوب ختیځ او دشمال لویدیځ په باب پخپلو محاسباتو کې تیروتنی دی ووئيل،ما په بلوچ قوم کې ژوند تیر کړی دی  او دوي دزړه له کومې  اسلامی جمهوری نظام سره وفادار دي،کرد قوم  هم د ایران یو ترټولو پرمختللی او له وطن ،اسلام او نظام سره ګروهمن  او مینه لرونکی قوم  دی، پر دې اساس به د دښمنانو په دسیسو  ونه غولیږي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکایوازې د اسلامی جمهوری نظام مخالفه  نه ده او له پیاوړي او خپلواکه ایران سره هم مخالفه ده ،ووئيل؛ دوی  دپهلوي پړاؤ په ایران پسې دی چې  هماغه د   هغوي د اوامرو مطیعه د شیدو غوا په شان وي. دوي وفرمائيل؛هغه ډير کسان چې بشپړ ستر نه لری،د  اسلامی جمهوری نظام جدی او کلک پلویان دي  او په مختلفو دستورو کې ګډون کوي،اصل جنګ  او بحث د ایران د اسلامی جمهوریت د خپلواکۍ ،کلک مقاومت پياوړتیا  او د اقتدار په سر دی .  د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، البته ځيني هغه کسان چې واټونو ته راوځي، د منافقانو، بیلتون غواړو ،سلطنت غواړو او د کرکیجنو سواکیانو په شان  له اسلامی جمهوری نظامه  د ګوزار خوړونکو  عناصرو پاتې  کسان دي چې  قضایه قوه  باید د واټونو امنیت ته د تاوان رسولو  او په ورانکاریو کې د ګډون په دلیل د دوي سزا وټاکي او محاکمه دې کړي .

 

ټیګونه