Oct 04, 2022 05:16 Asia/Kabul
  • د دوو امنیتي محکومانو آزادي د ایران د ښه نظر او تعاملي کړنلارې نښه ده

د ایران ولسمشر د ملګرو ملتو له سرمنشي سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د دوو امنیتي ملزمانو آزادول د ستونزو د هواري لپاره د ایران د تعاملي سټراټیجۍ او د ښه نظر نښه ده

د ایرنا د خبر له مخې حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسي تیر ماښام د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د ټیلیفون او په ایران کښې د دوو تنو امنیتي محکومانو په آزادۍ کښې د ایران له ښه نیت او عمل څخه د هغه د قدرونې په ځواب کښې وویل: دا کار د مسائلو او ستونزو د هواري لپاهر د ایران د اسلامي جمهوریت د ښه نیت او تعاملي کړنلارې ګواه دی.

ولسمشر رئیسي په یمن کښې د اوربند د تمدید او دوام لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د هیله مندۍ په غبرګون کښې هم څرګنده کړه: ایران تل په یمن کښې د اوربند پّ ټینګیدو او د محاصرې په ختمیدو او د یمني-یمني خبرواترو له لارې او په دغه هیواد کښې د بهرنۍ لاسوهنې بغیر تفاهم لپاره په هلوځلو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړه: هیله لرو چې د ملګرو ملتو په کوششونو او تعقیبونو سره سعودي عربستان هم په یمن باندې د حملو په بندولو کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هواري کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د انساندوستانه او تعاملي کړنلارې او ښه نظر په قدرونې سره، د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ له رئیسي سره خپل ملاقات ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دوي کوربه توب یو ستر ویاړ و.

هغه د ایران ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په یمن باندې د بریدونو بندولو ته د سعودي عربستان د چمتو کولو او د دغه هیواد له مختلفو ډلو سره د خبرواترو له لارې د کړکیچ د هواري لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړي.

 

 

ټیګونه