Oct 04, 2022 05:31 Asia/Kabul
  • له ګډوډي جوړونکو سره پریکنده چلند پکار دی

د ایران په مختلفو سیمو کښې د سړکونو غلبلي، د ګډوډي جوړونکو او پردیو عناصرو په ورګډیدو سره  په شخړو او نښتو بدل شول او ډیر ستر تاوانونه یې واړول

د ایران د پوهنتونونو د حقوقو یوه ډله استاذانو او حقوق پوهانو د عمومي نظم او امنیت له ګډوډونکو او ګډوډي جوړونکو سره د غوڅ، پر وخت او سخت چلند او هم داشان د پروپاګنډاؤ او دروغو له خورونکو او فتنه اچونکو سره د اغیزناک چلند غوښتنه وکړه.د ایرنا د خبر له مخې د هیواد یوشمیر حقوق پوهانو او د پوهنتونونو د حقوقو استادانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د مهسا امینتي ترخه او پوښتنې رابرسیره کونکې مړینه سبب شوه چې د ایران د مسلمان ولس بد غواړي دغه پيښه په غلبلیو باندې د خلکو د قرارو اعتراضونو د بدلولو یوه پلمه وګرځوي.

پر دغې بیانیې لاسلیک کونکو د تیرو څو ورځو له پرله پسې پيښو او د یوه ډله فرصت غواړو د آشوب پالو اقداماتو په نتیجه کښې بیګناه خلکو ته د سر او مال له اوښتي تاوان څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره، د اساسي قانون او د اصیلو اسلامي تعلیماتو له مخې د مسئولو ارګانونو او مراجعو له خوا د جدي تعقیب او د روښانه، روڼ او پر وخت ځواب غوښتنه وکړه.

هغوي هم داشان د میرمن امیني د مړینې د پيښې د ټولو اړخونو د کره څیړنې او هم داشان په دې لړ کښې خلکو ته د شویو تحقیقاتو د نتیجو د څرګندیدو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه