Oct 04, 2022 10:52 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د دښمنانو دسیسه  شنډه کړه

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: له ارزښتونو څخه د دفاع په ډګر کې د میلیونونو خلګو حضور، د اسلامي ایران په وړاندې د دښمنانو دسیسه ناکامه کړه.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی نن د اسلامي شورا یا پارلمان په عمومي غونډه کې د هیواد په ځینو ښارونو کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره، زیاته کړه: د بندیزونو سره سره، د هیواد پرمختګ او د خنډونو او بندیزونو په وړاندې بې پروایي د ایران په ولس د دښمنانود غضبمن  کېدو سبب شوی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونیو حکیمانه لارښوونو ته په اشارې سره، جوته کړه: د دې وروستیو پېښو په هکله د هغوی بشپړه تحلیل د ټولو پوهانو او نظر د خاوندانو لپاره، د درک او د استفادې وړ دی چي د حالاتو په هکله د وضاحت په وروکولو سره، دا یې روښانه کړه چي ولي امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران د ولس په ضد د بلواو دسیسه په مخه وړي.

رئیسي د بندیزونو د شنډولو په زمینه کې د هیواد هلو ځل ته په اشارې سره، وویل: دښمن د زیات فشار د اعمالولو سیاست ماته خوړلې او خپله اعتراف کوي بندیزونه یې د ایران د ولس په ضد کارنده نه دي.

د ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي نن د دولت پرېکړه او اراده په لویو پلاونو او طرحونو کې، د ولس د اندېښنې له مینځه وړل دي، وویل: دښمن د ایران له وروستیو پرمختګونو څخه په غوصه شوی دی.

 

 

ټیګونه