Oct 04, 2022 15:32 Asia/Kabul
  • له هیواد بهره د بلواګانو په پلانونې د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار

د بیلګې په توګه ، زن ،زندګی او ازادی شعار چی په وروستیو بلواګانو کې زیات واوریدل شو او په بهرنیو رسندویو کې یې هم ډیر انعکاس موندلې دې ، د لومړی ځل لپاره څو کاله مخکې د دختران خورشید په بهرنی فیلم کې د فیلم د اتلې له ژبې چی یوه میرمنه ده ، ویل شوې دې .

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي  د ګل په ورځ د پوځ د افسری پوهنتونونو د فارغ التحصیلو په ګډو دستورو کې  د مهسا امینی د مړینې په پلمه په ایران کی د وروستیو بلواګانو په اړه مهمې ویناوې وکړې .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره دغه بلواوې پلان شوي وې ، ووئيل؛ که  ددغې پيغلې جینۍ قضیه  هم نه وائ، نو یوه بله پلمه  ئې رامینځةکوله څو سږکال د تلې یا میزان د میاشتې په لومړۍ نیټه  په  هیواد کې ناکراري او بلواوې رامینځةکړي.

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ زه په ډاګه وایم دغه بلواوې او ناکرارئ، دامریکا او دغاصب او جعلی صهیونیسټي رژيم پلان ؤ او  ددوي پيّلو تالی څټو او په بهر کې ځينو ایرانی خاینانو ورسره مرسته وکړه.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکایوازې د اسلامی جمهوری نظام مخالفه  نه ده او له پیاوړي او خپلواکه ایران سره هم مخالفه ده زیاته کړه  دوی  دپهلوي پړاؤ په ایران پسې دی چې  هماغه د هغوي د اوامرو مطیعه د شیدو غوا په شان وي.

له بهره د وروستیو بلواګانو په پلانونې د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار له بلواګرو د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار هرااړخیزه ملاتړونو او د هغو هدایت او له اینټرنیټ سره اړونده بایکاټونو د لغوه کولو په شمول له بلواګرو دملاتړ لپاره عملي اقداماتو ته په پام سره د پوهیدا وړ دي .

د انګلستان  تحقیقی خبریال کیټ کلارنبرګ وایی په ایران کې تازه اعتراضات له بهره پلان او لمسول کیږی .

امریکا نه یوازې په ایران د سختو بایکاټونو او زیات نه زیات دباو سیاست سره غواړي چی اقتصادی او اجتماعی نارامیو ته لمن ووهي بلکې هر کله یې چی د ایران په داخلی چارو کې د لاس وهنې لپاره پلمه پیدا کړی ده ، لکه د تیلو د ګرانیدا په پلمه د ۱۳۹۸ د لړم ناارامۍ او یا د ولسمشرۍ په نتیجو د اعتراضونو په پلمه په ۱۳۸۸ کال نارامیو کې خپله پوره هڅه وکړه چی له بلواګرو ملاتړ وکړي .

د امریکا په څنګ کې صیهونیسټ رژیم په  ایټمی تاسیساتو کې د وران کارۍ او ایټمی پوهانو په ترور سره له ایراني ملت سره خپله ښکاره دښمنۍ څرګنده کړی ده تر څو له خړو اوبو کب ونیسی او په خپل ګومان ایرانی ولس د مهسا امنینی د مړینې په پلمه بلوې او ګډوډی ته وبولی او په دې لړ کې یې له خپلو داخلي عواملو په تیره بیا د انقلاب ضد ډلګیو هم مرسته اخیستی ده .

په عین حال کی د بهرنیو دښمنانو او ورسره اړونده کسانو د مخکینی پلانونې او په ایران کی بلواګانو ته د لمن وهلوپه اړه ډیر شواهد موجود دي .

د بیلګې په توګه ، زن   ،زندګی او ازادی شعار چی په وروستیو بلواګانو کې زیات واوریدل شو او په بهرنیو رسندویو کې یې هم ډیر انعکاس موندلې دې ، د لومړی ځل لپاره څو کاله مخکې د دختران خورشید په بهرنی فیلم کې د فیلم د اتلې  له ژبې چی یوه میرمنه ده ، ویل شوې دې .

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اسلامي جمهوریت  له سترو دسیسو په قدرت سره وتلې دې ، وایی غلیمانو له بلواګرو په ملاتړ سره غلطې اندازې لګولي دي .

 

ټیګونه