Oct 05, 2022 15:44 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران پوځ به ددښمن ترټولو وړو ورانکاریو ته هم کلک ځواب ورکړي

د ایران دپوځ دسمندري ځواک قوماندان ټینګار وکړ،د ایران پوځي ځواک نن سبا له دښمنانو هیڅ ډول ویره نه لري.  

د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني نن په قم ولایت کې د پوځ د۵۶۵شهیدانو د درنښت په دستورو کې دې ته په اشارې سره چې د پوځ سمندري ځواک  په سرۀ او  عدن سمندرونو کې د جنګي بیړیو پنځه ډلې د ماموریت دترسره کیدا په حال کې دي ووئيل،په سمندرونو کې د ایران شتون،د ایران د څه دپاسه دوه زره پنځه سوه کلومیټره سرحدي سیمو د امنیت د تامینولو لپاره دی.

امیر البحرایراني ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دپوځدرست تجهیزات د ورځې په اساس دي ، ووئيل ، نن سبا د ایران وسلوال پوځ د چمتووالي په ترټولو لوړه سویه کې دی اودښمن پوهیږی چې  د جنګ په ډګرونو کې له مونږ سره مبارزه نشي کولی، په همدې خاطر ئې نورو لارو ته مخه کړې ده .

امیر البحر ایراني دغه راز روښانه کړه ،د ایران پوځ د ټولو قواؤ دستر قوماندان تر سیوري لاندې په ټول قدرت سره  دریدلی دی او ددښمن تر ټولو وړې ورانکارۍ ته به سخت ځواب ورکړي  او دایران ملت دې پوهه شي ، چې بچیان ئې ، په مځکې،هوا او سمندر کې  دښمنانو ته دپاک وطن پر خاورې دتیري اجازت نه ورکوي. د ایران دپوځ دسمندري ځواک قوماندان ټینګار وکړ،د ایران پوځي ځواک نن سبا له دښمنانو هیڅ ډول ویره نه لري.  

 

ټیګونه