Oct 06, 2022 05:56 Asia/Kabul
  • رییسي د لویدیځ اذربایجان والی ته د زلزله ځپلو د سملاسي مرستې حکم ورکړ

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي همداراز درستې ادارې ژمنې کړي دي چی په خپل ټول توان او ظرفیت سره د زلزله ځپلو د سملاسی اړتیاود پوره کولو کوشش وکړي .

 

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي له محمد صادق معتمدیان سره په ټیلی فوني خبروکې له ساړه راتلو مخکې د دغه ولایت د زلزله ځپلو لپاره دمناسبې سرپناه  د تامینولو لپاره د ضروری اقداماتو په غوره کولو ټینګار وکړ .

دغه زلزله د نوموړی ولایت په خوی ولسوالۍ کې شوی ده چی پینځه اعشاریه څلورریشتره وه . د دغې زلزلې له امله تراوسه ۱۱۲۶ کسان ژوبل شوي دي .

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي همداراز درستې ادارې ژمنې کړي دي چی په خپل ټول توان او ظرفیت سره د زلزله ځپلو د سملاسی اړتیاود پوره کولو کوشش وکړي .

همدااوس د ایران پوځی او غیر پوځی چارواکوي په زلزله ځپلو سیمو کې د وضعیت د جاج او پلانونې لپاره شتون لري .

 

ټیګونه