Oct 06, 2022 13:49 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ګټې د دواړو هیوادونو د موافقاتو په پلې کېدو کې نغښتې دي

د اسلامي ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر د خپل روسی سیال سره په مسکو کې په ملاقات کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د هوکړو د پلې کېدو په ضرورت باندې په تاکید سره، جوته کړه: د ایران او روسیې د ولسونو او حکومتونو ګټې د دواړو هیوادونو تر مینځ د تر سره شویو هوکړو په عملي کېدو کې نغښتې دي.

د اسلامي ایران د ولسمشر لومړی مرستیال مخبر د چهار شنبې په ورځ د یوه اقتصادي او سیاسي پلاوو په مشری د کاسپین د سمندر د غاړې د هیوادونو په اقتصادي غونډه کې د ګډون او روسي چارواکو سره د سلامشورو په موخه مسکو ته ولاړ.

د ایران پرس له راپور سره سم، مخبر د روسیې د ولسمشر له سلاکار ایګور لویتین سره په لیده کاته کې په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو د همکاریو په پراختیا باندې په تاکید سره، وویل: د رشت او استارا تر مینځ د ټرانزیټي لارې او د بانکې مبادلاتو د سهولت رامینځ ته کېدا د مسکو او تهران تر مینځ د سوداګریو له ودې سره زیاته مرسته کوي.

هغه د دې په بیانولو چي دواړو هیوادونو تر مینځ د بانکي مبادلاتو لپاره ښې لاري چاري سنجول شوې، زیاته کړه چي د بانکی مراوداتو د پراختیا په موخه باید له مهالوېش سره سم، شوې هوکړې په جدي توګه تعقیب کړای شي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار هم په ځواب کې وویل چي د روسیې د لویو شرکتونو مدیران راغونډ شوي څو د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاو په زمینه کې له ایراني پلاوو سره، سلامشورې وکړې.

د اسلامي ایران د ولسمشر  د مرستیال دغه سفر د روسیې د لومړي وزیر"میخائیل میشوستین په بلنه تر سره شوی دی. دغه سفر کې د ایران د اقتصادي، مالیې، تېلو او کړهڼیزو چارو وزیران هم د ایران د ولسمشر له مرستیال سره، ملګري دي.

 

 

 

ټیګونه