Oct 06, 2022 15:22 Asia/Kabul
  • اروپائیان پوه شول چي بندیز لګوونکو ته هم زیان رسېدایشي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت لومړی مرستیال علی باقری د هنګری په پلازمینې بوداپسټ کې له اقتصادي فعالانو سره په لیدنه کې په اروپا کې د شخړو دوام او د انرژیو کمښت ته په اشارې سره، جوته کړه: په اروپا کې د جنګ پایلې وښودلې چي بندیزونه داسي دوه مخې چاړه ده چي زیانونه یې د بندیز لګوونکو لمنه هم نېولایشي.

د روسیې او اکراین د جګړې په پېلېدو سره، اروپایي هیوادونو د امریکې له سیاستونو څخه په تبعیت سره، له اکراین څخه ملاتړ وکړه او په دې لړ کې یې په روسیې باندې سخت بندیزونه ولګول، خو دغه لګول شوي بندیزونه تر دې دمه اپوټه پایلې لرلې او د روسیې د زیانمنېدو پر ځای یې اروپایي هیوادونه زیانمن کړی ځکه چي اروپایې هیوادونه د روسیې په ګازو او تیلو پېیلې دي.

د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري یادونه وکړه چي کلونه داسي انګېړنې موجودې وې ګواکې یوازې ایران باید د بندیزو له پایلو څخه زیانمن شي، لیکن اوس اروپائیان پوه شول چي په نورو باندې بندیز لګول هم ځان ته لګښتونه لري.

هغه زیاته کړه چي که اروپایي هیوادونه د بندیز د لګولو او یو اړخیزو سیاستونو څخه لاس وانخلي نو مجبوره دي چي په بې سارې ګرانی او اقتصادي زیانونه او د انرژی په زمینه کې په ستونزو سره د خپلو بندیزونو پایلې وزغمي.

باقري په دوام کې جوته کړه چي د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی څو د انرژیو د نورو تولیدوونکو هیوادونو په څنګ کې د انرژیو په نړیوال بازار کې د ستونزو د هوارولو په موخه خپل ظرفیتونه په کار واچوي.

د هنګري اقتصادي فعالانو او شرکتونو هم په دې لېدنه کې د ایران په مارکیټ کې د فعالیت لپاره چمتووالې وښودل او د کړهڼې، انرژیو، اوبو  مدیریت او درملو د تولید په زمینه کې دواړو هیوادونو د همکاریو غوښتونکي شول.

د ایران د خارجه وزارت مرستیال همدارنګه د هنګري د پارلمان د بهرني سیاست د کمیسیون له مشر "ژولت نمت" سره په لیدنه کې د دې په بیانولو چي هنګري د اکراین او ایران د روسیې ګاونډیان دي، د دواړو هیوادونو تر مینځ د روانو شخړو په سوله ایز حل باندې تاکید وکړه.

په اکراین کې د روسیې تر سرحدونو پورې د ناټو او د امریکې د فوځي نفوذ وروسته روسیه په دغه هیواد باندې برید وکړ چي دې سره سمدلاسه اروپایي هیوادونو هم د روسیې په تېلو او ګازو بندیز ولګول خو د ژمې په رارسېدو سره، اوس اروپایي هیوادونه له سختو ستونزو سره لاس په ګرېوان شوي دي.

 

 

 

ټیګونه