Oct 06, 2022 15:24 Asia/Kabul
  • نړیوال لا هم د کاناډا د ډله ایزو قبرونو رسوایي هېره کړې نه ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چي نړیوال لا هم د سلګونو وژل شویو ماشومانو ډله ایز قبرونه چي تېر کال د کاناډا په ښوونځیو کې وموندل شول، هېر کړي نه دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافی د ایران په چارو کې د کاناډا تر لاسوهنو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: کله چي بشري حقوق په نورو باندې د سیاسي فشارونو د اوزار په توګه کارول کیږي، د سلطه پالو رسنیز نظام هم مرسته کوي څو د بشري حقوقو سیسټماټیک تېری ګرو، د بشري حقوقو د مدافع ځای ونیسي.

هغه زیاته کړه چي د بشري حقوقو په پلمې سره، په نورو هیوادونو باندې د تورونو لګول د امریکې د تر ټولو له نژدې ملګري سره،  مرسته نه شي کولای څو د خپلې ماشوم وژنې او انسانیت ته د نه پاملرنې جنایتونه پټ کړي.

د دوشنبې په ورځ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملانې جولي په ایران کې د مهسا امینې د وژلې په پلمې سره، د ایران ضد د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ.

 

 

ټیګونه