Oct 07, 2022 05:16 Asia/Kabul
  • د ایران په وروستیو بلواؤ کې دوه فرانسوي جاسوسان نیول شوي

په راپور کې وئیل شوي دي دغه نیول شوي جوړه چې د فرانسې د بهرني امنیت د ادارې ماموران دي،پخپلو لړزونکو اعترافاتو کې ئې د ایران د اسلامی جمهوری نظام ته د ګوزار د ورکولو لپاره د ناکرارې فضا د رامینځةکولو لپاره خپلو هڅو ته اشاره کړي ده.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،دوه فرانسوي جاسوسان چې د ټوریسټانو په پوښښ کې ایران ته په سفر راغلي وو،دایران په وروستیو بلواؤ او اغتشاشاتو کې د بلواګرو په لمسونې  او ځينو نورو اقداماتوپه دلیل نیول شوي  او پخپلو لومړنیو اعترافاتو کې ئې د ایران دملی  امنیت په ضد په اقدام اعتراف کړی دی .

په وروستیو څو اونیو کې د ایران په مختلفو ښارونو کې بلواګرو ، د اسلامی انقلاب ضده  او غړیدلو رسندویو په لمسونې سره بلواوې جوړې کړي او عمومی ځایونو ته ئې تاوانونه اړولي او دغه راز ئې یوشمیر بې ګناه کسان هم وژلی دي. امریکا   او لویدیځي هیوادونو له دوي سره د اړونده رسندویو په غږملتیا سره  په ایران کې دبلواؤ او اړئ ګړئ  په باب ددروغجنو راپورونو اوخبرونوپه خپرولو سره په ایران  کې  بلواؤ او ناکراریو ته لمن وهلې  چې بلاخره د  ولس په ځیرتیا او هوښیارتیا سره ئې یو ځل بیا دسیسو او پلانونو ماته وخوړله.

په راپور کې وئیل شوي دي دغه نیول شوي جوړه چې د فرانسې د بهرني امنیت د ادارې ماموران دي،پخپلو لړزونکو اعترافاتو کې ئې د ایران د اسلامی جمهوری نظام ته د ګوزار د ورکولو لپاره د ناکرارې فضا د رامینځةکولو لپاره خپلو هڅو ته اشاره کړي ده.

ددغو اعترافاتو بشپړ ویډیوئي فلم  به ډير زر  عمومی افکارو ته وړاندې شي.

تالی څټو او پيّلو فارسی ژبو رسندویو هم چې دغه دوه جاسوسان ئې معلمان بللي،اعتراف کړی  دغې جوړې په ایران کې د اړۍ ګړۍ دفرصت د رامینځةکولو  او د ایران دبې ثباته کولو په موخې سره فعالیتونه کول.

 

ټیګونه