Oct 07, 2022 05:31 Asia/Kabul
  • ایران د اوکراین د بحران دحل لپاره دسیاسی حل لارې ملاتړ کوي

امیر عبدللهیان په دغو خبرو کې  د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره د ډرونز او وسلو د خرڅلاؤ سره داړونده پروپیګنډو یوځل بیا په کلکه دروغ  بللو سره،له سیاسی لارې د اوکراین د بحران دحل لپاره د  ایران د اسلامی جمهوریت پر د ریځونو ټينګار وکړ.

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر د آیرلینډ له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې  ټينګار وکړ،اسلامی ایران د اوکراین د بحران د حل لپاره د سیاسی لارو چارو بشپړ ملاتړ کوي.

د  ایران د ا سلامی جمهوریت  دخارجه وزیر احسین امیر عبداللیهان ا و د آئرلینډ دخارجه وزیر سیمون کاوني ترمینځ بیګا په ټيلیفوني تماس کې د دوواړخیزو اړیکو ، د ایران د وروستیو پيښو او دبلوه ګرو د ناسمې استفادې او دبندیزونو دلغوه کونکو خبرواترو،  په باب دنظر تبادله وشوه.

 ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ،امیر عبدللهیان په دغو خبرو کې  د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره د ډرونز او وسلو د خرڅلاؤ سره داړونده پروپیګنډو یوځل بیا په کلکه دروغ  بللو سره،له سیاسی لارې د اوکراین د بحران دحل لپاره د  ایران د اسلامی جمهوریت پر د ریځونو ټينګار وکړ.

 امیر عبداللهیان  د ایران د داخلی بدلونونو په باب هم ووئیل،ډير زر به د میرمن مهسا امینی د مرګ دعلت په باب د میډیکل رپورټ دقیق ،علمی او تخنیکي  راپور خپور شي.

د ایران خارجه وزیر د بشری حقوقو او د میرمن ودحقوقو په وړانډې د لودییځ  دوه ګوڼي چلند ته په اشارې سره ووئيل،د ایران په اسلامی جمهوریت کې د میرمنو حقوقو ته پام له ډير زیات اهمیّته برخمن دی  او همدااوس میرمنې  د ایران په مختلفو پوهنتوني ،علمی ،طبی،تعلیمي ،اداري اوټيکنالوجیکي برخو کې ډير اغیزشیندونکی رول لوبوي. هغه زیاته کړې ،ځينو بلواګرو په بهرنیو لمسونو  او د پيّلو ټيلیویژنی چینلونو په لمسونو سره  عمومی مالونو ته د تاوان رسولو او پر پولیسو او عامو خلکو باندې په ګرمو وسلو سره په حملو سره  یولړ تاوانونه اړولي دي. دایران اسلامی جمهوریت  به له ترهه ګرۍ او اړۍ ګړئ سره  دمبارزې په لارې کې  ترهه ګرو ډلګیو او  لمسونکو اقداماتو سره سخت چلند وکړي.

د آیرلینډ خارجه وزیر سیمون کاوني هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې  نړیوالو ایټمي خبرواترو کې دترسره شوي پرمختګ هرکلی وکړ او وې وئيل،دیوې پیاوړي موافقې ترلاسه کیدا دټولو په ګټه ده . د ائرلینډ خارجه وزیر  د  وروستیو بلواؤ په باب هم ووئيل،د خلکو سوله ایزو غوښتنو ته د ایران د  اسلامی جمهوریت توجه له ډير اهمیّته برخمنه ده .

 

ټیګونه