Oct 07, 2022 06:33 Asia/Kabul
  • په درست ایران کې له امام الزمان(ع) سره د بعیّت جشن ترسره شو

د تهران ریډیو درست کارکونکي  د حضرت امام مهدي علیه السلام د امامت اوولایت دپيل په مناسبت یو ځل بیا  د زړه له کومې مبارکي وائي   

د حضرت امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د  امامت او ولایت له پیل او  د ربیع الاول  له رارسیدا سره په یووخت  له حضرت امام الزمان علیه السلام سره دبیعّت دستورې په درست ایران کې ترسره شوې.

زمونږخبریال راپور راکړ، په دې مناسبت  د تهران په امام حسین  چوک کې   د مخلتفو خلکو د پرګنو د لسګونو زره خلکو په شتون سره  له حضرت امام  مهدی عجل ا.. تعالی فرجه الشریف  د امامت له پیلیدا سره په یووخت  دغه دستورې ترسره شوې او دغه راز په درست ایران کې دستورې ترسره شوي  او  د امام الزمان علیه السلام او دملی وحدت  په شعارونو سره  دغه دستورې ولولناکې اوله پرتمه ډکې وې.

په دغو دستورو کې مداحانو  د اهل بیت علیهما السلام  دسیرت او ځانګړنو په بیانولو سره  ، د لبیک  یامهدي ،لبیک یا زینب  شعارونو په فضا کې انګازې  وکړې.

د تهران ریډیو درست کارکونکي  د حضرت امام مهدي علیه السلام د امامت اوولایت دپيل په مناسبت یو ځل بیا  د زړه له کومې مبارکي وائي   

 

ټیګونه