Oct 07, 2022 12:38 Asia/Kabul
  • اروپایي اتحادیې ته د ایران خبرداری

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره ورځ د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره ټلفونې خبرې وکړې، دغه تماس کې دواړو لورو د بندیزونو د لیري کولو د مذاکراتو د وروستي حالاتو، له اروپایي اتحادیې سره د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

امیر عبداللهیان د ایران د داخلي حالاتو په هکله وویل: مونږ له خپلو کورنیو قوانینو سره سم، د ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د مړینې پېښه په جدیت سره تعقیبوو، څو د دې پېښې پټ اړخونه څرګند شي، مونږ سوله ایزې مظاهرې د خلګو حق بولو او تل ورته توجه کوو، لیکن له بلواګرو او ترهګرو سره، د قانون په ړنا کې پرېکنده چلند کوو.

امیرعبداللهیان خبرداری ورکړ چي که اروپایي اتحادیه د هغو بلواګرو او ترهګرو د هڅولو په لړ کې، چي د ایران ولس ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي، د ایران په ضد بې بنیاده تورونه ولګوي او په تلوار سره سیاسي اقدامات وکړي نو مونږ به هم ورته متقابل ځواب ورکړو.

بورل په ځواب کې وویل: دا منم چي بلوا او ټروریزم داسي مساله ده چي له سوله ایزو مظاهرو سره توپیر کوي، مونږ نه غواړو له اسلامي جمهوریت سره د اروپایي اتحادیې اړیکې ورانې شي.

خو  له دغه ټلفونی خبرو اترو څخه د یوې ورځې په تېرېدو سره د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل د پنجشنبې په ورځ د خپلو مخکنیو خبرو په اپوټه د ایران په ضد دریځ غوره کړ او رسنیو سره په مرکه کې وویل چي اروپایي اتحادیه د مظاهرچیانو د ځپلو په خاطر په ایران باندې د نویو بندیزونو د لګولو په څېړلو لګیا ده.

هغه زیاته کړه چي د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې په ایران باندې د لا زیاتو بندیزونو په لګولو بحث کوي، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کترین کولونا هم ویلې وه چي د ایران د ځینو شتمنیو د کنګلولو او په یو شمېر ایراني چارواکو د سفر بندیز د لګولو هڅه کوي.

داسي ښکاري چي اروپایي اتحادیه په ایران کې د وروستیو بلواو په وړاندې په دریځ نیونه کې د امریکې او صهیونیست رژیم سره په خوا کې درېدلې او پریکړه کړې چي د واشنګټن په ګټه لوبه وکړي. اروپاییان په دزې مساله کې هم لکه د روسیې سره د مقابلې په موضوع کې د دې پر ځای چي د خپلو ملي ګټو په فکر کې ووسي د ایران ضد دریځ په غوره کولو او د نویو بندیزونو په لګولو سره، د امریکې او د صهیونیست رژیم د رضایت د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن هم د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې له بلواګرو څخه په ملاتړ کې ویلي وه چي امریکا د ایران د هغو چارواکو په ضد چي په وینایې د مظاهرچیانو یا هم هغه بلواګرو په ځپلو کې لاس لرل، نوې بندیزونه لګوي، په دې توګه اروپا هم په نظر کې لري چي د امریکې په څېر د اسلامي ایران په وړاندې د بندیز او ګواښ له سیاست څخه کار واخلي، له دې پرته چي د اسلامي ایران په وړاندې په تېرو لسیزو کې د بندیزونو او زور ویلو نه کارندوالې ته پام وکړي، له امریکې څخه په پټو سترګو سره پېروکاري له شک پرته د اروپایيانو لپاره به منفي پایلې له ځان سره ولري. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقري وایي:  اروپاییان له ایران سره د اوږدمهاله هوکړو د درلودلو سربېره یوازې د امریکې د فشارونو د امله، په خپلو ګټو باندې د سترګو په پټولو سره، د امریکې ګټو ته  ترجیح ورکوي او ایران سره خپل اقتصادي مبادلات کموي. خو دې ټولو سره سره، ایران به لاس تړلی پاته نه شي او له هرې لارې چي وغواړي.

داسي ښکاري چي د ایران په ضد د منفي اقداماتو په زمینه کې اروپا ته د ایران د خارجه وزیر جدی ګواښ منجمله د سختو بندیزونو لګول کولایشي تهران سره، د بروکسل اړیکې لانجمنې کړې، که اروپاییان په حقیقت سره، تهران سره د خپلو اړیکو د رغولو پسې دي باید امریکې څخه د تبعیت کولو سیاست پرېږدي او ایران سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنیاد خپلې اړیکې وپالي.

 

 

 

ټیګونه