Oct 07, 2022 14:54 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د اروپا لاسوهونکی پریکړه لیک ته دخارجه وزارت ځواب

د اسلامي ایران د خارجه وزارت ویاند د اروپایانو لاسوهونکی پریکړه لیک بې بنیاده وباله او تاکید یې وکړ چي ایران به ددغه لاسوهنې سره په تناسب د اروپا ځواب ورکړي.

د اروپا پارلمان د ایران په داخلي چارو کې په لاسوهنې سره، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره، په هیواد کې د مهسا امینې د مړینې د مسالې د څېړلو غوښتونکی شو.

دا پریکړه لیک په داسي شان حالاتو کې خپریږي چي امریکې پورې پېیلې رسنۍ او اروپایي هیوادونو د بلواګرو څخه په ملاتړ کې دروغ راپورنه خپروي او په هیواد کې د مهسا امینې د مړینې د پېښې څخه په کار اخیستلو سره د عامه احساساتو د لمسون په لټه کې دي.

په وروستیو ورځو کې یو شمېر بلواګرو هم له یادې مسالې څخه په کار اخیستلو سره، د دښمنیو رسنیو د لمسون په نتیجه کې، د عامه تاسیساتو سوځولو او ورانکاره فعالیتونو ته لاس اچولي دي.

د اسلامي ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی د اروپا د پرېکړه لیک په ځواب کې وویل: دا اعلامیه د ایران ضد د بې بنیاده تورونو او د یو اړخیز قضاوت له مخې صادره شوې او هیڅ ارزښت نه لري.

کنعانی زیاته کړه: دغه پریکړه لیک کې د بې بنیاده تورونو د مطرحولو سره سره، په داسي حال کې د بلواګرو او تاوتریخجنو اقداماتو سره د اسلامي ایران په مقابلې باندې نیوکې کوي چي د بلواو رامینځ ته کوونکي او لمسوونکي کړۍ له اروپا څخه د ایران ضد اقدامات مخته وړي.

کنعانی جوته کړه:  د اروپایې پارلمان دغه پریکړه لیک وښودله چي اروپا د ایران د ستر ولس په ضد دوه ګوني چلند ته دوام ورکوي، په داسي حال کې چي اروپایي پارلمان تل د بشري حقونو په زمینه کې لویې ادعاوې کوي خو یو ځلې هم په ایران باندې د ظالمانه بندیزونو غندنه نه ده کړې حال دا چي دغه بندیزونه د بشري حقونو ښکاره خلافورزې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند یادونه وکړه چي د مېرمنې مهسا امینې د مړینې پېښه د کورنیو قوانینو په ړنا کې او د جګپورو چارواکو تر نظارت لاندې څېړل کیږي او کار پرې روان دی، د اروپایي پارلمان مخینې ته په کتو سره، دا هم د ایران ضد د غلیمانه اقداماتو لپاره د یوې پلمې په توګه کارول کیږي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند تاکید وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت د متقابلو ګټو او درناوی پر بنیاد له ټولو سره د تعامل په لټه کې دی خو د هر ډول فشار او لاسوهنو په وړاندې پرېکنده مقاومت کوي او متقابل ځواب ورکوي.

 

ټیګونه