Oct 07, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • د ایرانی حاجي د خوشي کېدو لپاره د عراق له هلو ځلو څخه د ایران د خارجه وزیر قدرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له بند څخه د ایرانی حاجی د خوشي کېدو لپاره د خپل عراقی سیال له هلو ځلو څخه قدرونه وکړه.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ټولنیزو رسنیو کې، په خپله رسمي پاڼه کې  په عربستان کې د نیول شوی حاجي د خوشې کېدو په لړ کې د خپل عراقی سیال له هلوځلو په قدرونې سره ولیکل: د عراق د خارجه وزیر فواد حسین سره مې په دې هکله خبرې وکړې او مننه مي ورڅخه وکړه.

 هغه زیاته کړه: د څلورو لسیزو په تېرېدو او د کردستان د سیمې د چارواکو د پرلپسې ژمنو سره سره، د عراق د کردستان د سیمې له خاورې څخه د ایران د امنیت په ضد ترهګریز خوځښتونه دوام موندلي دي.

د ایران خارجه وزیر تاکید وکړ چي د دواړو هیوادونو ځانګړې اړیکو ته د درناوی په ترڅ کې لکه څرنګه چي د اسلامي ایران فوځي چارواکو ټینګار کړی، د دغو ترهګرو ډلو د بریدونو دوام چي د عراق په کردستان سیمه کې ځالۍ جوړه کړې او د ایران ملي امنیت ګواښي، زمونږ لپاره د زغم وړ نه دی.

په ډې وروستیو کې د عراق د کردستان سیمه د ایران ضد ترهګرو ډلګیو په امن ځای بدله شوې او بیلتون پالې او ترهګرې ډلې له دغه سیمې په ښکاره توګه د ایران ضد فعالیتونه کوي، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د دغو ډلګیو د وروستیو خوځښتونو په ځواب کې د عراق د کردستان په سیمه کې ځینې پټن ځایونه یې د بې پیلوټو الوتکو او کره نښه ویشتونکو توغندیو سره، هدف ګرځولی دی.

 

ټیګونه