Oct 07, 2022 14:58 Asia/Kabul
  • ۳۰  میلیارد ډالره تجارت، د ایران او امارات ټاکل شوې هدف

د ایران د تجارت  په پراختیایي سازمان  کې د لوېدیځې اسیا د چارو مشر ویلي چي د امارات او ایران تر مینځ د تجارت ۳۰ میلیارد وده په نظر کې نیول شوې ده.

ټاکل شوې ده چي د دواړو هیوادونو تر مینځ  ۳۰ میلیارد ډالرو ته د تجارت د کچې لوړېدا په راتلونکې دوو کلونو کې تر سره کړای شي.

د اسلامي ایران د تجارت د پراختیایي سازمان چارواکی فرزاد پیلتن د بهرنیو سوداګرو د اطلاع رسونې له ادارې سره په مرکه کې ویلي چي امارات د ایران د بهرنیو سوداګریو په زمینه کې یو مهم هیواد بلل کیږي.

هغه زیاته کړه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د کچې لوړېدا د دواړو هیوادونو د تجارتي ارګانونو لپاره لومړیتوب لري.

پیلتن جوته کړه چي تهران ته د امارات د سفیر د راتلو او امارات کې د ایران د سوداګریز سلاکار د ځای پر ځای کېدو په نتیجه کې، ټاکل شوی هدف په دوو کلونو کې تر لاسه کېدایشي.

 هغه یادونه وکړه چي د سوداګریو په زمینه کې د امارات نړیوال او سیمه ایز ظرفیتونو په کارولو او د ایراني محصولاتو د اسټندرد په لوړولو او سوداګریزې بیمې سره، د دواړو هیوادونو تجارت په بې سارې توګه وده کولایشي.

 

ټیګونه