Nov 01, 2017 13:37 Asia/Kabul
  • اسلام د بشري حقوقو د خیال ساتنې درس ورکوي

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګي مرستیال وویل: د اسلام د مبین دین تعلیمات په هرډول حالاتو کښې د بشردوستانه حقوقو خیال ساتل ضروري ګڼي.

حسین امیر عبداللهیان نن په تهران کښې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د لوې مدیر رابرټ ماردیني په کتنه کښې د میانمار د روهینګیا مسلمانانو وضعه اندیښمنونکې وبلله او زیاته يې کړه: که د میانمار مسلمانانو ته انساندوستانه مرستې زیاتې نه شي نو روغتیايي، طبي او خوراکي خطرونه به د دغې سیمې د لکونو مسلمانانو ژوند وګواښي.

هغه همداشان د یمن د مظلومو خلکو ګډوډ حالت ته هم اشاره وکړه او له نړیوال سره صلیبه یې وغوښتل چې د یو نړیوال او خپلواکه ولسي ارګان په توګه په یمن کښې د انساني غمیزې د رامینځته کیدو د مخنیوي لپاره د مرسته رسونې د امنو او خونډو دهلیزونو یا کوریډونو د جوړولو لپاره مناسبې او موثرې لارې چارې پیدا کړي.

په دې کتنې کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د مینځني ختیځ او شمالي افریقې لوې مدیر رابرټ ماردیني هم په یمن، سوریې او عراق کښې پيچلي انساندوستانه وضعيت ته په اشارې سره وویل: د اندازې او بودجې له نظره د سره صلیب ترټولو ستر عملیات مینځني ختیځ ته ځانګړي شوي دي خو سره له دې نړۍ هره ورځ د دې سیمې د بیګناه خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د رنځونو او کړاونو د زیاتیدو کتونکې ده.

هغه همداشان وویل: ایران په سیمه کښې مهم موقعیت لري او هیله ده چې د سیمې د نفوذي هیوادونو په ګډې هڅې سره په مینځني ختیځ کښې د انساندوستانه خبرواترو کچې ته ورسیږ.

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه