می 07, 2019 11:17 Asia/Kabul
  • امریکایان د ایران خلاف د پوځي اقدام د کولو توان نه لري

د دفاعي صنایعو او د وسله والو ځوکونو د ملاتړ په برخه کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان سلاکار وویل: امریکایان د ایران خلاف د پوځي اقدام د ترسره کولو وس نه لري.

برید جنرال حسین دهقان د قطر له (العربي) چینل سره په مرکه کښې وویل: که امریکایان وغواړي چې یو پراخ او هراړخیز جنګ پیل کړي نو نه خو سیمه د یو پراخ کړکیچ د منلو وړتیا لري او نه خپله هغوي دا توان لري چې په دې لړ کښې د نړۍ په عامه افکارو کښې یوه فضا رامینځته کړي یا داسې امکانات برابر کړي چې وتوانیږي د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف پوځي اقدام ترسره کړي.

جنرال دهقان هم داشان ایران ته د پيام اعلانولو په موخه سیمې ته د ابراهم لینکن نومې جنګي بیړۍ د رالیږلو په هکله د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د خبرپاڼې په غبرګون کښې زیاته کړه: په پوځي شننو کښې ځیني کسان د ځواکونو او امکاناتو ځاې پرځاې کیدل د جنګ لپاره چمتو کیدل بولي.

هغه څرګنده کړه چې امریکایان، اسرائیلیان او همداشان عربستان غواړي عامه حالات په یو داسې ډول انځور کړي چې ووايي سیمه د یو جدي کړکیچ په درشل کښې ده، دا په داسې حال کښې دي چې خپله هغوي هم پوهیږي چې په داسې یو کړکیچ کښې، که څوک وړومبی ډز وکړي نو لمن به یې تر یوې خاصې سیمې محدوده پاې نه شي.

 

ټیګونه

کمنټونه