Jun 03, 2019 05:54 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: کوم لوري چې د مذاکرې میز ګډوډ کړی او د تړون خلاف ورزي یې کړې ده، باید د معمول شرایطو ته راستون شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا له ایران سره خبرواترو ته د واشنګټن بې له وار مخکښي شرطه چمتووالي په هکله د امریکې د خارجه وزیر د ادعا په غبرګون کښې وویل: کوم لوري چې د مذاکرې میز ګډوډ کړی او د تړون خلاف ورزي یې کړې ده، باید د معمول شرایطو ته راستون شي.

ولسمشر حسن روحاني د ایران د یوه ډله ډاکټرانو او د پوهنتون د استاذانو په کتنه کښې زیاته کړه: تر کومې چې امریکا پوهه نه شي چې غوره کړې لاره یې غلطه او ناسمه ده، تر هغې ایران له واشنګټڼ سره خبرې نه کوي.

د ویلو ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر چې له دې مخکښې یې له ایران سره د خبرواترو لپاره دولس شرطونه ټاکلي وو، پرون یې په سویټزرلینډ کښې له دغو شرطونو په شاتګ سره ادعا وکړه چې امریکا، بې له هیڅ وارمخکښې شرطه له ایران سره مذاکرې ته تیاره ده. البته په ایران باندې د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د دوام په ضرورت یې هم ټینګار وکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه