Jun 09, 2019 14:33 Asia/Kabul

ټاکل شوې ده د چاپان لومړی وزیر شینزو آبه د جون په دولسمه نیټه داسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو لپاره تهران ته په سفر راشی .همداراز د جرمنی خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د دغه هیواد خارجه وزیر هایکو ماس هم د دوشنبې په ورځې تهران ته په سفر ځی څو له لوړپوړو ایرانیو چارواکو سره په دوواړخیزو او سیمه ایز واونړیوالو بدلونونو وغږیږی .

 د ایران د  اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد  ظریف  نن په یولړ  دستورو کې  د دې خبرې په کولو سره چې  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  اقدام مهم نه دی ، بلکې  نتیجه ئې مهمه ده ، زیاته کړې ،  هغه دنده چې اروپایان او په دغې نړ یوالې ایټمی موافقې کې ئې نور لوری لری ، دا ده  چې  دایران   داقتصادی اړیکو شرائط  عادی شی.

            داسلامی ایران خارجه وزیر  اروپایانو ته د ایران دشپیتۀ ورځنی الټی میټم ته په اشارې سره  روښانه  کړې ، که  اروپایانو ته  دایران ورکړل شوی شپیت و ورځنی مهلت  کې  دوی  خپلې ژمنې اجرائی نه کړی ، نو ایران به نور اقدامات هم وکړی .

 د ایران خارجه وزیر  همداراز  په لویدیځی آسیا  سیمې کې د لویدیځی هیوادونو  په لاسوهنو په سختو نیوکو سره  ووئیل ،  د لویدیځی هیوادونو سیاستونه  په لویدیځی آسیا سیمې کې  له  تاوانونو اوویجاړونو پرته بل هیڅ بریا نه ده درلودلې .  جواد ظریف  تهران ته د بهرنیو چارواکو نزدې کیدونکی سفر ته په اشارې سره هم ووئیل ، تهران ته د جاپان د لومړی وزیر  او د جرمنی د خارجه وزیر سفر  او همداراز بیشکک او دوشنبې  ته د اسلامی ایران  د ولسمشر سفر ،دخپلو سیاستونو دبیانولو، د  خپل راتلونکی  او همداراز له هغو سیاستونو سره دچلند لپاره  دلارو چارو دپیدا لپاره  چې  درسته نړۍ ئې په نښه کړې ده ،  د تهران   لپاره یو فرصت  برابروی . 

 دایران خارجه وزیر  همداراز دامریکا ورانکارو سیاستونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دامریکا سیاستونو یوازې  ایران  نه بلکې  درست هیوادونه په نښه کړی دی . هغه همداراز ددې خبرې په بیانولو سره  چې ډیری هیوادونو ځانونه  دامریکا له یو اړخیزو سیاستونو لیرې کړی دی ، ووئیل ،امریکا دکمزورتیا او بې چارګیو له امله  په ایران دباؤنه   اچوی،او اسلامی  ایران به له دغو دباؤنو په  سرلوړۍ او بریالیتوب سره تیر شی .

ټیګونه

کمنټونه