Jun 13, 2019 14:39 Asia/Kabul

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای نن سهار د جاپان له لومړی وزیر او ورسره پلاوی سره په کتنې کې ټینګار وکړ، اسلامی ایران په امریکا هیڅ اعتماد نه لری او دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې له امریکا سره دمخکینۍ تراخه تجروبه به بیا هیڅکله هم تکرار نه کړو، ځکه یو عاقل ا و پتمن ملت هم په دباؤنو سره خبرې اترې نه منی .

د دغې کتنې په پیل کې  دجاپان لومړی وزیر آبه شینزو حضرت  آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای ته په خطاب کې وئیلی ،زه غواړم  تاسو ته د امریکا د ولسمشر پیغام ورسوم .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دجاپان لومړی وزیر ته  په خطاب کې وفرمائیل ؛  مونږ د تاسو په ښه نیّت او جدی شونې کې هیڅ شک نه کوو، خو  د هغه څه په باب  چې  د امریکا د ولسمشر  له خوا تاسو نقل کړل . زه . پخپله ټرمپ د هیڅ ډول پیغام د مبادلې وړ نه ګڼم  او  هغه ته هیڅ ډول ځواب به  ورنه کړم .

  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای په دې باب د جاپان  د لومړی وزیر خبروته په اشارې سره چې  ډونالډټرمپ  هغه ته وئیلی دی ،امریکا  په ایران کې د حکومت د بدلولو نیّت نه لری ، ټینګار کړی ،   له امریکایانو سره د مونږ مشکل  د حکومت بدلول نه دی ، ځکه دوی که دغه شان نیّت  هم لری ، نو ددغه شان کار کولو جوګه نه دی ،  هماغه ډول چې  د  امریکا مخکینیو  ولسمشرانو  په تیرو څلویښتو کلونو کې  د ایران د اسلامی جمهوری نظام  د نابودۍ لپاره  هڅې کړی ، خو  هیڅ ئې نه دی کړائ شوی .. 

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود همداراز  دایران په وسیله د ایټمی وسلو  دجوړولو د مخنیوی لپاره  د امریکا د هوډ  په باب د جاپان دلومړی وزیر دڅرګندونو بلې برخې ته  ا شاره وکړه او وې فرمائیل ؛ مونږ  له ایټمی وسلو سره مخالف یوو  او  د ما شرعی فتوا  هم  دا ده چې  د ایټمی وسلو جوړول حرام دی ، خو باید په دې پوه شئ چې  که مونږ د ایټمی وسلو  دجوړولو نیّت  درلودلئ ، نو امریکا هیڅ کار نه شو کولئ او  د امریکا  د اجازت نه ورکولو ، هیڅ  خنډ نه شو جوړولئ.

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود د جامعې ایټمی موافقې په  چوکاټ کې  له امریکایانو سره  دخبرواترو بهیر ته په اشارې سره  ووئیل ،  له نړیوالې ایټمی موافقې وروسته هغه لومړنی کس چې  سملاسی ئې د جامعې نړیوالې ا یټمی موافقې خلاف ورزی کړې ،پخپله  اوباما ؤ ، هماغه کس چې  له ایران سره  ئې دخبرواترو غوښتنه  درلوده او واسطه  ئې هم رالیږلې وه .

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  په دې باب د جاپان د لومړی وزیر  څرګندونو ته په اشارې سره چې  ټرمپ وئیلی دی ، له امریکا سره به  خبرې اترې د ایران دپرمختګ لامل شی ، ټینګار وکړ ، مونږ به  ان شاا....  د خداوندمتعال په مرستې اومهربانۍ سره ، له امریکا سره له خبرواترو پرته  او له بندیزونو  سره سره  پرمختګ  وکړو .

د  اسلامی  انقلاب معظم لارښود   له اسلامی ایران سره د اړیکو  د پراختیا لپاره  د جاپان د لومړی وزیر   د وړاندیز په هرکلی سره  هم ووئیل ؛ جاپان   په آسیا کې یو مهم هیواد دی  او که  له ایران سره  داړیکو پراختیا ته ګروهنه لری ، نو باید  خپله پریکنده اراده وښئ ، هماغه ډول چې  ځینو مهمو هیوادونو  خپله دغه شان اراده اوهوډ ښودلی دی .

د جاپان  لومړی وزیر آبه شینزو  هم  په دغې کتنې کې  په تهران کې  خپلو خبرواترو ته په اشارې سره  هیله وښودله چې دغه خبرې اترې  دملګرتیاؤ  دلازیاتې پراختیا زمینه برابره کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه