Jun 30, 2019 15:14 Asia/Kabul
  • پخپله ټرمپ هم نه پوهیږی،د ایران په وړاندې څه وکړی .....

یوشکا فیشر زیاته کړې،ټرمپ په دې سره چې مدعی دی،د نظام بدلیدا،د ایران په وړاندې د هغه د خوښې وړ ټاکنه نه ده،خو د هغه اوسنی چلند دا نه ښئ،باید پوه دې شی،چې د تیر وخت په نسبت د ایران سټراټژیک موقعیّت لازیات پیاوړی شوی دی .

د جرمنی پخوانی خارجه وزیر یوشکا فیشر د سنډیکیټ پروژې  په یوه تحلیلی سایټ کې  پخپل یوه  یاددښت کې په هغه ناکام اوماته خوړلی سیاست باندې په نیوکو سره چې د ډونالډټرمپ  په مشرۍ د امریکا حکومت  د ایران په وړاندې غوره کړی دی ، زیاته کړې،واشنګټن  یوه نوی جنګ ته د لویدیځی آسیا دکاږلو په لاره  روان شوی دی .

  د جرمنی دغه پخوانی خارجه وزیر  وئیلی دی،سره  له دې چې  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا وتل،پخپل انتخاباتی کمپاین کې پخپلې یوې ژمنې د ټرمپ عمل  کوی وو ،خو   مشکل دلته دی چې   نه پخپله ټرمپ او نه هم د هغه  سلاکارانو  راتلونکی پیښې  په نظر کې نیولې وې .

 یوشکا فیشر زیاته کړې ، ټرمپ په دې سره چې مدعی دی،د نظام بدلیدا،د ایران په وړاندې د هغه د خوښې وړ  ټاکنه نه ده،خو دهغه اوسنی چلند دا نه ښئ ، باید پوه دې شی،چې د تیر وخت په نسبت د ایران سټراټژیک موقعیّت لازیات پیاوړی شوی دی .

   د جرمنی پخوانی خارجه وزیر  ددې خبرې په منلو سره چې د ایران په وړاندې دلویدیځ سیاست دتوهماتو په اساس دی ، روښانه کړې،له خپلو ډیرو تیروتنو سره یو ځای د امریکا په رهبرۍ   د لویدیځ کړچار،په حقیقت کې د ایران د پیاوړی کولو لامل شوی .یوشکا فیشر  واشنګټن  ته خبرداری ورکړی، له ایران سره هر ډول پوځی ډغره به نه یوازې امریکا ته ډیرې زیاتې مرګ ژوبلې واړوی،بلکې په دغو شخړو کې د افغانستان او عراق دجنګونو پّ نسبتد بریالیتوب لپاره  لازیات احتمال لری . 

 

ټیګونه

کمنټونه