Jul 23, 2019 15:02 Asia/Kabul
  • د ايران په وړاندې د ټرمپ د سرګردانۍ زياتوالے

د امريکې د دباونو په وړاندې د ايران د مقاومت دوام د دغه هېواد ولسمشر هغه څه ته له رسېدو څخه چې هغه له ايران سره ښه موافقه بلله نااميده کړے دے.

ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره د کتنې ترڅنګه له خبريالانوسره په خبرو کښې وويل: «له ايران سره خبرې اترې ورځ په ورځ زما لپاره لا زياتې سختېږي... له تهران سره موافقه کېدې شي آسانه وي.» هغه د ايران د موضوع په وړاندې د خپل حکومت د پروګرامونو په اړه وويل: « د ايران په باره کښې په شاتګ کوو او له صبر به کار واخلم، ګورو چې څه کيږي.»

دغه وېنا له دې وروسته کيږي چې له برجامه د وتلو، د بنديزونو د بيا لګولو او حتی له ايران سره د جنګ د ګواښ په چوکاټ کښې په ايران باندې د امريکې د ډېر زيات دباو سياست ونکړې شول له امريکې په تېره بيا د ټرمپ له حکومت سره له خبرو اترو څخه د ډډې کولو په اړه د اسلامي جمهوريت په دريځونو کښې څه بدلون رامنځته کړي. دا په داسې حال کښې دي چې شواهد ښودنه کوي چې ټرمپ د ايران له تسلميدو څخه د اطمينان په لرلوسره له ايټمي موافقې ووتۀ چې د هغه په خپل قول د ايټمي موافقې برجام ځاے يوه بله ښه موافقه ونيسي، په  داسې حال کښې چې برجام ايټمي موافقه د ايران او د اروپائي اتحاديې په ملګرتيا د نړۍ د شپږو هېوادونو ترمېنځ له لسو کلونو نه د زياتو کوټلو او تخصصي خبرو اترو نتيجه وه چې په تقريباً يو سل شل مخيزه سند باندې تمامه شوه. د زياترو سياسي او ايټمي شناندو او کارپېژاندو د وېناو له مخې برجام ايټمي موافقه په نړۍ کښې د ايټمي خبرو اترو په ټول بهير کښې ترټولو دقيق سند دے.

په واشنګټن کښې د برطانيې څنګته شوي سفير کيم ډاروش د داسې پوښتنو په ځواب کښې لندن ته په يو رپوټ کښې ليکلي دي چې ډونالډ ټرمپ له خپل مخکښيني ولسمشر باراک اوباما سره د ضد کولو لپاره له برجامه ووتۀ. داسې ښکاري چې ټرمپ په هغه وخت کښې هيله لرله چې په ډېر لنډ وخت کښې به  له ايران سره يوې بلې موافقې ته ورسي، په داسې حال کښې چې ايران مخکښې په ځلونو اعلان کړے ؤ چې د برجام په مفادو به پابند اوسيږي او د ټرمپ د حکومت په شان له غير قابل اعتماد لوري سره به خبرې اترې ونه کړي.

د دې تګلارې غوره کولو له تهران سره د بيا خبرو اترو او د يوې نوې موافقې د حاصلولو لپاره د ټرمپ او د هغه د صلاحکارنو اميد په نااميدۍ بدل کړے دے. دا په داسې حال کښې دي چې ورسره په يو وخت ايران د امريکې د ډېر زيات دباو په وړاندې ترڅنګه يې د ډېر زيات مقاومت د پاليسۍ په اېښودو سره د ډېر زيات دباو په لاره کښې له واشنګټنه مخکښې روان دے. په همدې وجه د ايران اسلامي جمهوريت د امريکايانو له لوظ ماتونې او د اروپايانو له سستۍ وروسته ورو ورو خپل برجامي ژمنې کموي او د ايران په هوائي حريم د امريکائي تيري کونکونکې ډرون الوتکې په نسکورولو کښې هم څه شک نه پرېږدي.

دې حالت ټرمپ په سخت موقعيت کښې راوستلے دے. له يوې خوا د امريکې ولسمشر د خپل سياسي او انتخاباتي حېثيت د ساتلو لپاره نه غواړي له ايران سره ايټمي موافقې ته راوګرځي او له بلې خوا د ايران ټينګ اودرېدنې او مقاومت په نابرابرو حالاتو کښې هر ډول موافقې ته اميد ختم کړے دے. په همدې وجه ټرمپ وائي چې: « د ايران په باره کښې به په شاتګ وکړوو او له صبر به کار واخلم، ګورو چې څه کيږي.»

خو د امريکې په دننه کښې او د واشنګټن د سيمه ايزو او له سيمې نه د وراخو انډيوالانو ترمېنځ دا اندېښنه شته چې د وخت تېرېدل به بالاخره د امريکې په وړاندې د ايران د موقعيت د لا زيات مضبوطېدو سبب شي. همدغې موضوع هم د ايران په وړاندې د امريکې د ولسمشر د کردار او ګفتار په تناقض کښې اضافه کړې ده.

------------

 

ټیګونه

کمنټونه