Aug 05, 2019 16:48 Asia/Kabul
  • په تهران کښې د اسلامي بشري حقوقو څلورمه نړيواله غونډه او د اسلام له نظره د بشري حقوقو په ډګر کښې همفکري

د اسلامي بشري حقوقو څلورمه نړيواله غونډه د يو شمېر ايراني کارپېژاندو او د اسلامي هېوادونو د متفکرانو په شتون سره په تهران کښې شروع شوه.

د اکتوبر د پينځمې په درشل کښې چې د اسلامي بشري حقوقو او انساني کرامت ورځ ده د دغې غونډې جوړېدل د اسلامي بشري حقوقو په بيانيه کښې په پټو پرتو ارزښتونو باندې د تاکيد لپاره يو فرصت دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت د وړانديز او د اسلامي تعاون د تنظيم د ۲۰۰۸  کال په غونډه کښې د هغه د تصويب له مخې د اګست اتمه نېټه د اسلامي بشري حقوقو او انساني کرامت ورځ نومولې شوې  ده.

دغه ورځ د اسلامي تعاون په تنظيم کښې د اسلام له نظره د بشري حقوقو د اعلانيې د تصويب ياد راوړونکې ده.

اسلامي هېوادونو په ۱۹۹۰ کال کښې د وړومبي ځل لپاره وکړې شول د يو سند په قالب کښې د معاصرو نړيوالو حقوقو د اسنادو په شان د دانسانانود حقوقو او په دې اړه  د اسلامي حکومتونو د ژمنوپه زمينه کښې اسلامي نظريات له يو حقوقي ماهيت سره يوه بيانيه يا اعلانيه بيان کړي.

له دغو څخه ځينو هېوادونو د بشري حقوقو د نړيوالې اعلانيې په وړاندې له خپلو ځاي کلتور او ارزښتونو سره مطابق له بشري حقوقو څخه په دفاع او ملاتړ کښې دغه شان اعلانيې صادرې کړې.

بشري حقوق د لويديځ له نظره له مادي تعلقاتو او بحثونو څخه اخېستل شوي چې اصولو يې د بشر د مادي ذهنونو له افکارو څخه سرچينه اخېستې ده. نو له دې امله معنوي اړخونو ته بې پامي او يوازې د مادي اړخونو بيانول د بشري حقوقو د نړيوالې اعلانيې ځينې مشکلات دي.

د بشري حقوقو نړيواله اعلانيه د 1948 کال د دسمبر په لسمه نېټه د ۲۱۷ پرېکړليک په توګه د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې تصويب شوه.

دغې اعلانيې نړيوال اړخ پېدا کړ او ټولو هېوادونو يې د خيال ساتنې ژمنه وکړه. که څه هم د بشري حقوقو په نړيوالې اعلانيې کښې د انسانانو په حقوقو د نه تيري، د ملتونو د  حقوقو د احترام، په کورني نظام کښې د دغو حقوقو خيال ساتلو او د ملتونو ترمېنځ د صلحې د ټينګېدو په شان مواردو باندې تاکيد شوے دے خو د دغې اعلانيې زياته پاملرنه اومادي اړخونو او له دې نظره د ازادۍ او برابرۍ په شان مفهومونو تعريف ته شوې ده. په داسې حال کښې چې بشري حقوقو ته نظر بايد له هر ډول سياسي ملاحظاتو لرې وي بشري حقوق په حقيقت کښې بايد له نسل، دين او مليته لرې د انسان د ارزښتونوو بيانونکي وي. بشري حقوق په خپل حقيقي مفهوم کښې د هغو حقوقو يوه برخه ده چې هر انسان يې له مختلفو اړخونولري. د  ازادۍ، برابرۍ ، عدالت ، انصاف، اقتصادي حقوقو، د کورني د جوړولو حق او د تعليم او تربيت د حق لرل ځينې لوے حقوق دي. د اسلامي بشري حقوقي اعلانيه دغو ضرورتونو ته په کتنې سره جوتوي چې د اسلامي شريعت په بنياد بشري حقوق د انسان د ذاتي ارزښت او کرامت له امله دي.

هغه کسان چې د بشري حقوقو له اعلانيې سره مخالفت کوي په دې باوري دي چې د سلطه ګرو حکومتونو غلط دريځونه او کړنې د بشري حقوقو د اعلانيې د صادرونکو د فکري بې لارې او فساد تر ټولو لوے دليل دے.

له دې امله بشري حقوقو ته په کتنه کښې ارزښتي تفاوتونو ته په پام سره په لويديځ کښې د بشري حقوقوپه باب له واکمن نظره د وتلو لپاره د علمي زمينې برابرول او له دغې مسئلې سره له کمزوري چلنده لرې کېدل او د انساني کرامت او عدالت په بنياد د بشري حقوقو د اسلامي بېلګې د لاسته راوړلو لپاره د زمينې برابرول ضروري دي. دغه موضوعات د اسلامي هېوادونو د پوهانو په شتون سره د تهران د غونډې د جوړېدو يو هدف دے.

۰----------------

 

ټیګونه

کمنټونه