Aug 27, 2019 13:58 Asia/Kabul
  •   د ایران او چین په ضد د امریکا سیاسی اقتصادی ترهه ګری ده

د اسلامی ایران خارجه وزیر همداراز د ایران او امریکاد ولسمشرانو ترمینځ دلیدوکتو دترسره کولو لپاره د فرانسې د چمتووالی په باب د دغه هیواد دولسمشر آمانوئل ماکرون دڅرګندونو په غبرګون کې هم ووئیل ، د ایران او امریکا د ولسمشرانوترمینځ لیده کاته، هیڅ امکان نه لری ، تر هغه وخته پورې چې امریکا له ۵+۱ ډلې سره بیرته یو ځای شی او جامعه نړیواله ایټمی موافقه اجرا کړی .

د اسلامی ا یران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  چې د چین له خارجه وزیر سره دلیدوکاتو په موخې سره بیجینګ ته تللی ،له چینه ټوکیو له خوځیدو مخکې ئې  دخبریالانو په ټول کې دلویدیځی آسیا بدلونونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ، امریکا په فارس خلیج کې هیڅ رول نه لری او په فارس خلیج کې ددغه هیواد شتون   ددغې سیمې د ناکرارولو لامل کیږی .

جواد ظریفددې خبرې په کولو سره چې  امریکا له چین اوایران سره ورته چلند کوی ، ووئیل  دتهران اوبیجینګ په ضد دامریکا اقدامات ، داقتصادی ترهه ګرۍ دسیاست، پر خپلواکه هیوادونو د دباؤ اود هیوادونو په کورنیو چارو کې دلاسوهنې  په لړ کې دی.

 د اسلامی ایران خارجه وزیر  دچین له خارجه وزیر وانګ ئی سره  کتنې ته په اشارې سره  هم وئیلی دی ، په دغې کتنې کې په بیلابیلو حوزو کې  د تهران بیجینګ د اړیکو پنځه ویشت کلن پروګرام او  د یوه کمربند او یوه روډ  په پلان کې  دایران رول په باب  هم دنظر تبادله وشوه .

 جواد ظریف  په دې خبرې کولو سره چې  ایران  له پخوا راهسې  د وریښمو په لاره کې  چورلیزی رول درلودلی دی،روښانه کړې،دایران لویدیځ ،ختیځ،دجنوب شمال،جنوب لویدیځ اوختیځ کریډورونه،دسیمه ایزو او نړیوالو لازیاتو ارتباطاتو او دسیمې د پراختیا په خدمت کې کیدلی شی.

ټیګونه

کمنټونه