Aug 31, 2019 05:34 Asia/Kabul
  • جرمنی د نړیوالې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوی

هایکو ماس همداراز په فارس خلیج کې د اروپائی اتحادئې دڅارونکی ماموریت د جوړیدا د آئیډیا په با په اروپائی هیوادونو کې د اختلافاتو دشتون خبر هم ورکړ .

 د آسټریا ډیرسټنډرډ ورځپاڼې  راپور ورکړی ، دجرمنی  خارجه وزیر هایکو ماس بیګا په هلسینکی کې د اروپائی  خارجه وزیرانو له غونډې وروسته وئیلی دی ،اروپا به دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره  ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړی .

هایکو ماس  همداراز  په فارس خلیج کې د اروپائی اتحادئې  دڅارونکی ماموریت د جوړیدا  د آئیډیا په با  په اروپائی هیوادونو کې د اختلافاتو دشتون خبر هم ورکړ .

داپه داسې حال کې دی چې د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  هم وئیلی دی ، بروکسل  نیّت لری د یوه امنیتی پیکیج  د یوې برخې په توګه  دڅارونکی ماموریت  په جوړولو کې  خپل توان  تسټ کړی،یوه داسې آئیډیا چې له امله به ئې  په فارس خلیج کې  هیوادونه په یوې خوښې ملګرتیا کې  له یوه بل سره اطلاعات شریک کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه