Sep 16, 2019 16:20 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د ایران د برجامي ژمنو کمول دوام لري

د ایران د خارجه وزارت ویاند د نړیوالې ایټمي موافقې(برجام) په چوکاټ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د برجامي ژمنو د کمولو د جاري پاتې کیدو خبر ورکړ.

سید عباس موسوي نن د کورنیو او بهرنیو خبریالانو په ټول کښې د ایران د برجامي ژمنو د کمولو د دریم ګام د اجرا د طرقې او د دغې نړیوالې موافقې په وړاندې د اروپا د ژمنو د ترسره کیدو په هکله زمونږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل: د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوې دغه ایټمي موافقه داسې وه چې د یو غړي د وتلو په بڼه کښې یې نور غړي ژمن دي د امریکې د وتلو تاوان جبیره کړي خو په دې کار کښې تراوسه نه دي کامیاب شوې.

موسوي په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د اروپا ژمنې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک اډانه لري، څرګنده کړه: دا چې تراوسه لا ځینې هیوادونه د خپلو ژمنو د اجرا لپاره باید له نورو اجازه واخلي، د خواشینۍ خبره ده.

هغه ټینګار وکړ: تهران به تر هغه وخته چې د دواړو لورو د برجامي ژمنو په ترسره کولو کښې د انډول او تناسبت په شتون ډاډه وي، پرخپلو ژمنو به پابند پاتې شي او که دې نتیجې ته ورسیږي چې په برجام کښې شتون د اسلامي ایران په ګټه نه دی او د هیواد ګټې نه تامینیږي نو خامخا به د څلورم ګام په چوکاټ کښې ضروري فیصله وکړي.

موسوي د سعودیانو په تیلي تاسیساتو باندې له وروستیو ډرون بریدونو وروسته د ایران د تورنیدو په هکله هم وویل: یمن پنځه کال په خونړي جنګ کښې ښکیل پاتې دی او طبیعي ده چې د دغه هیواد خلک، پوځ او ولسي مبارزان د تیري ګرو جنایتونو ته غبرګون وښايي.

موسوي څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ویلې دي چې د یمن له خلکو او د هغوي د حقوقو دفاع کوي خو دا چې د یمن د پوځ او ولس دفاعي اقدامات په ایران پورې وتړل شي، د (زیات نه زیات دروغو) په لړ کښې د هغوي د ناکامیو دوام دی.

 

ټیګونه

کمنټونه