Sep 17, 2019 05:29 Asia/Kabul
  • ایران د عربستان له پټ ایټمي پروګرام څخه اندیښنه څرګنده کړه

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي پرون د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په عمومي غونډه کښې د عربستان له پټ ایټمي پروګرام او په سیمې باندې یې له منفي اغیزو څخه اندیښنه څرګنده کړه.

کاظم غریب آبادي په دغې غونډې کښې په دې خبرې سره چې عربستان د یو ډیر غیرشفاف ایټمي پروګرام د پراخولو او اجرا په حال کښې دی، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه بیاد عربستان پوه کړي چې له صلحه ایز ایټمي پروګرامه یې هیڅ ډول غړیدل یا ترهګرو ډلو ته د راډیو ایکټیو موادو انتقال نه زغمي.

هغه له قطر سره د عربستان په پوله کښې د کانال جوړولو لپاره د دغه هیواد پلان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه کانال یوه برخه به د ایټمي پاتې شویو تاسیساتو لپاره وکاروله شي.

ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي له عربستانه د امریکې ملاتړونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د ډونلډ ټرمپ حکومت د خپلې ګټې لپاره د عربستان د غیرمسئولانه او غیرشفاف ایټمي پروګرام ملاتړ کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه