Sep 17, 2019 05:45 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د امریکې شتون ناروا او د دغه هیواد د ملي واکمنۍ خلاف دی

د ایران ولسمشر: یوازې د سوریې خلک د خپل راتلونکي په هکله فلصله کولی شي او نور نه دي پریښودل پکار چې د هغوي په کورنیو چارو کښې دخالت وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر پرون په انقره کښې د سوریې په هکله د ایران، روسیې او ترکیې په پنځمه درې اړخیزه سرمشریزه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د سوریې د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې دخالت نه کول باید په جدي توګه رعایت شي، څرګنده کړه: په سوریې کښې د امریکايي پوځیانو ناروا شتون د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني په خطر کښې اچولې ده.

ولسمشر حسن روحاني په دغه غونډه کښې څرګنده کړه: یوازې د سوریې خلک د خپل راتلونکي په هکله فلصله کولی شي او نور نه دي پریښودل پکار چې د هغوي په کورنیو چارو کښې دخالت وکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر د آستانه بهیر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د آستانه بهیر د سوریې په کړکیچ پورې د اړوندو نورو بهیرونو په اپوټه د سوري لورو ترمینځ د اختلاف اچولو په لټه کښې نه دی پاتې شوی او تل یې د رغنده تعامل له لارې د اختلافو په هواري او د سوریې د کړکیچ د صلحه ایزې حل لارې په موندلو یې تمرکز کړی دی.

ولسمشر روحانې وویل چې د ایران، روسیې او ترکیې د ملګرتیا زیاتیدل د سوریې او د سیمو د نورو کړکیچونو د هواري ضمانت ورکولی شي او په سوریې کښې د ترهګرۍ په تیره بیا د داعش او القاعدې خلاف مبارزه باید د هغوي تر بشپړې نابودۍ پورې دوام ولري.

 

ټیګونه

کمنټونه