Sep 18, 2019 07:53 Asia/Kabul
  • له ایران سره جنګی ډغره وهل به ستره تیروتنه وی

میټ رامنی په داسې حال کې د شنبې په ورځې دحملې په باب څرګندونې کړی ، چې دسعودی عربستان پر تیلی تاسیساتو د حملې په باب په ایران د امریکائی خارجه وزیر مایک پمپئو تور لګول او دایران پر تیلی چاڼځایونو باندې دامریکا پر حملې د امریکا د جمهوری غواړی سناتور لینډسی ګراهم ټیګار ډیر زیات جنجالونه راولاړ کړی دی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړ  د  امریکا  په مشرانو جرګې کې د یوټا ایالت  د خلکو استازی  میت رامنی  پخپل ټولنیز پیغام کې   دایران له خوا دعربستان د آرامکو تیلی تاسیساتو  باندې د حملې مدعی شوی او لیکلی ئې دی ، د سعودی عربستان پر تیلی بیخ بینائی تاسیساتو  د  ایران  حملو ته په ځواب کې د امریکا د پوځ نیغ په نیغه ښکیلیدا به ډیره ستره تیروتنه وی .

 میټ رامنی  په داسې حال کې  د شنبې په ورځې  دحملې  په باب  څرګندونې کړی ، چې  دسعودی عربستان  پر  تیلی تاسیساتو د حملې په باب   په ایران د امریکائی خارجه وزیر مایک پمپئو  تور لګول  او  دایران پر تیلی چاڼځایونو  باندې دامریکا پر حملې  د امریکا د جمهوری غواړی سناتور  لینډسی ګراهم ټیګار  ډیر زیات جنجالونه راولاړ کړی دی .

 له مایک پمپئو اوګراهم وروسته ،  دامریکا ولسمشر ټرمپ  پخپل ټولنیز پیغام کې په یوه یاددښت کې مدعی شوی  چې  دپوځی حملې لپاره تیار دی ،خو منتظر دی ، څو سعودیان ئې تائید کړی ، چې دغه حمله   د چا کار دی .

د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  دبې پیلوټه الوتکو یونټ دتیرې شنبې په سهار وختی  د عربستان دآرامکو تیلی شرکت  په بقیق او خریص  چاڼځایونوپه لسو ډرونز سره  سخته بمباری کړې  چې وئیل کیږی دغو  چانځایونو ته ئې ډیر زیات تاوانونه اړولی او وئیل کیږی چې  دسعودی عربستان  کابو پنځوس فی صدی تیلی تولیدات ئې په ټپه درولی  وو .

 

ټیګونه

کمنټونه