Sep 18, 2019 16:25 Asia/Kabul
  • د سیمې د ولسونو مقاومت یوه نه مړه کیدونکې لمبه ده

د سیمې دښمنان باید د یمنیانو له خبردارونکي ځوابه عبرت واخلي او په سیمه کښې د جنګ اوور مړ کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د بیدارو او هوښیارو ولسونو مقاومت یوه نه غلې کیدونکې لمبه وبلله او ټینګار یې وکړ: د سیمې دښمنان باید د یمنیانو له خبردارونکي ځوابه عبرت واخلي او په سیمه کښې د جنګ اوور مړ کړي.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: د سیمې د خلکو بدغواړې دې پر ځاې د دې چې د لبنان د حزب ا...، د عراق د حشد الشعبي او د سوریې او یمن د خلکو په توانمنیو اعتراف وکړي، د تور پورې کونې په لټه کښې دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران هیڅکله په سیمه کښې نښته او جنګ نه غواړي، څرګنده کړه: ایران لکه څنګه چې په شمال، ختیځ او لویدیځ کښې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې، دوستانه او ورورولیزې اړیکې لري، له خپلو جنوبي ګاونډیانو سره هم د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

د ایران د مجریه قوې مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نن سبا د نړۍ په کچه له ډالر سره جدي مبارزه په پیلیدو ده، زیاته کړه: د دې بهیر په دوام سره به د نړۍ په مالي بازارونو او بانکي سیسټمونو باندې د امریکې سلطه کمزورې او له مینځه به لاړه شي.

 

ټیګونه

کمنټونه