Sep 20, 2019 15:07 Asia/Kabul
  • جنرل صفوي: ايران د امريکې دسيسو ته پرېکنده ځواب ورکوي

د ايران د ټولو قواو د معمظم قوماندان مرستيال د دې په بيانولو سره چې د ايران په خلاف هر حرکت به سيمه بدله کړي وويل، امريکايان که د دسيسې په فکر کښې وي نو ايران به له مديترانه څخه تر سرۀ سمندر او د هند تر بحيرې پورې هغوي ته ځواب ورکړي.

جنرل سيد يحيی رحيم صفوي د تهران د جُمې د نمانځه له خطبو مخکښې په يوه وېنا کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران سياست په سيمه کښې د پائېدارې صلحې او امنيت رامنځته کول او د پرديو ځواکونو وېستل دي زياته کړه، ايران په چا د تيري او د هېواد د پراخولو اراده نه لري خو د تيريګرو په وړاندې په پرېکنده توګه له ځانه دفاع کوي.

جنرل صفوي د سوريېو عراق، افغانستان، لبنان، فلسطين او يمن په شمول په سيمه کښې د امريکې ماتو ته په اشارې سره واضحه کړه، د اسلامي انقلاب انډيوالان او د مقاومت محاذ د سترو ولسي او انساني ظرفيتونو په لرلو سره چې هوشمند او ميړني او انګېزه لرونکي دي د امريکې له انډيوالانو زيات مضبوط شوي دي.

هغه په يمن باندې په حمله کښې د سعودي ائتلاف ناکامۍ ته په اشارې سره  وويل، د بالمثل مقابلې په قالب کښې د يمنيانو نننۍ دفاع يوه روا او قانوني دفاع ده.

 

 

ټیګونه

کمنټونه