Sep 21, 2019 05:30 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلې ظریف نیویارک ته لاړ

ټاکل شوی وه ظریف او ورسره ملګرې پلاوې د تیرې اونۍ په ګل ورځ نیویارک ته سفر وکړی خو د امریکا حکومت په یوه غلیمانه اقدام کی نیویارک ته د سفر لپاره د ایرانی پلاوی ویزه په ځنډ سره صادره کړه

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلې محمد جواد ظریف د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په ۷۴ غونډه کی د ګډون لپاره  نیویارک ته ولاړ . ښاغلی ظریف به د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی په ګډون سربیره د دغې غونډې په ترڅ کی د نورو هیوادونو له خپلو ساریو سره هم کتنه او سلاو مشوره وکړی .

سید عباس عراقچی او غلام حسین دهقانی هم په دغه سفر کی له ښاغلی ظریف سره ملګرتیا کوی .

د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ ۷۴ غونډه د تیرې اونۍ له نهې ورځې پیل شوی او د هیوادونو د مشرانو غونډه به هم د روانې اونۍ له نهې ورځې پیل شی .

ټاکل شوی وه ظریف او ورسره ملګرې پلاوې د تیرې اونۍ په ګل ورځ نیویارک ته سفر وکړی خو د امریکا حکومت په یوه غلیمانه اقدام کی نیویارک ته د سفر لپاره د ایرانی پلاوی ویزه په ځنډ سره صادره کړه .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلې حسن روحانی  به هم د ګل په ورځ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کی د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه