Sep 21, 2019 06:06 Asia/Kabul
  • ایران د زابل ترهه ګره حمله وغندله

ښاغلی موسوی هیله څرګنده کړه چی د افغانستان له راتلونکی سره درست دلچسپۍ لرونکی لوری د بهرنیانو له لاس وهنې پرته او د سوله ایزو لارو چارو په غوره کولو سره له اوسنی سخت موقعیت راووځی

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی په افغانستان کی د ملکیانو په غونډو او عمومی خدماتو مرکزونو له حملو او پوځی نښتو په زیاتیدا د اندیښنې په څرګندولو سره هغه هر ډول عملیات چی د ملکیانو په تیره بیا میرمنو او ماشومانو  ژوند په خطر کی اچوی ، وغندل .

ښاغلی موسوی هیله څرګنده کړه چی د افغانستان له راتلونکی سره درست دلچسپۍ لرونکی لوری د بهرنیانو له لاس وهنې پرته او د سوله ایزو لارو چارو په غوره کولو سره له اوسنی سخت موقعیت راووځی .

د زیات په سهار په زابل ولایت کی د افغانستان د استخباراتو دفتر مخې ته په موټر بم چاودنه کی ۳۹ کسان مړه او ۱۴۰ هم ژوبل شول .

طالبان په یوه بیانیه کی د دغې ترهه ګر حملې پړه پرغاړه اخیستی ده .

 

ټیګونه

کمنټونه