Sep 21, 2019 12:33 Asia/Kabul
  • موسوي: په ايران د امريکې نوي بنديزونه څه نوې موضوع نه ده

د ايران د خارجه وزرات وياند د ايران اسلامي جمهوريت په خلاف د امريکې د نويو بنديزونو په ردعمل کښې وويل: دغه بنديزونه څه نوې موضوع نه او يوازې پخواني بنديزونه په نوي شکل سره بيان شوي دي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کښې د خبريالانو په ټول کښې وويل، د ايران د مرکزي بېنک او د ملي ترقۍ صندوق په خلاف يې يو لړ بنديزونه برابر کړي دي.

 سيد عباس موسوي نن د دې په بيانولو سره چې د امريکې بهرنے سياست يو سرګردانه او پاتې راتلونکے سياست دے زياته کړه، امريکايان پکار دي دا خبره ومني چې د بنديز سياست يو ماتې خوړلے سياست دے او له دې حربې نه استفاده او په وسلې باندې د ډالر بدلول د دې سبب شول چې په نړيواله ټولنه کښې د امريکې اعتبار او اقتصاد يې سخت تر پوښتنې لاندې راشي.

موسوي تاکيد وکړ، ايران له وړومبنيو بنديزونو څخه چې د خپل ډول ډېر سخت بنديزونه وو خپله لار پېد ا کړې ده او او په خپلو کورنيو توانمنيو په باندې په تکيې او له دوستو هېوادونو سره په ملګرتيا سره به خپلې ترقۍ او پرمختګ ته دوام ورکړي.

هغۀ د نړيوالې ټولنې ټولو غړيو ته بلنه ورکړه چې د يو نوي تجارتي او اقتصادي نظام په فکر کښې دې اوسي چې پکښې د ازاد نړيوال تجارت او ترقۍ په خلاف د امريکې غليمانه اقدامات ډېر کم حد ته اوسي.

 

ټیګونه

کمنټونه