Sep 21, 2019 17:27 Asia/Kabul
  • د ايران له سيستان او بلوچستان څخه افغانستان ته د سامانونو د صادراتو زياتوالے

له ايرانه افغانستان ته د سامانونو صادراتو د ۲۰۱۸ کال له اګست سره په پرتله کښې د ۲۰۱۹ کال تر اګست مياشتې پورې موده کښې په سلو کښې شپږ اتيا وده کړې ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د سيستان او بلوچستان د صنعت، معدن او تجارت د ادارې مشر نادر ميرشکار نن وويل، سيمټ، خرما، ټماټر او سبزيجات افغانستان صادر شوي ترټولو مهم سامونونه دي.

هغه د ګاونډي هېوادونو بازارونو ته اسانې لاسرسائي، د صادراتو د بهير سهولت او په پوله ايزو بازارونو کښې کمه اداري بيوروکريسي ګاونډي هېوادونو ته د صادراتو د زياتېدو ځينې دلائل وبلل.

ايران او افغانستان له نهه سوه کيلوميټرو اوږد ګډ سرحد لري او د دواړو هېوادونو د تجارتي مبادلاتو ارزښت دوه ميليارډ او اته سوه ميلين ډالره دے.

 

ټیګونه

کمنټونه