Sep 22, 2019 05:27 Asia/Kabul
  • سعودي رژیم دې په یمن کښې د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي

د ایران د خارجه وزارت ویاند د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د حملې د مسئولیت په هکله د ځینو سعودي چارواکو چټي او تکراري تورونه بې بنیاده وبلل او په کلکه یې رد کړل.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د حملې د مسئولیت په هکله د ځینو سعودي چارواکو چټي او تکراري تورونه بې بنیاده وبلل او په کلکه یې رد کړل.

سید عباس موسوي بیګا څرګنده کړه: د خواشینۍ خبره ده چې د عربستان حکومت له ځان سره د ایران د دښمنۍ په توهم او له موجودو واقعیتونو او حقایقو په تیښتې سره تل د ایران د نوم به مطرح کولو سره په خپلو ماتو د نورو د ملامتولو په لټه کښې دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د عربستان حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په نورو باندې د بې بنیاده تورونو د لګولو پر ځاې، زر تر زره په یمن کښې هغه ورانونکی جنګ بند کړي چې د دغه هیواد د بیګناه خلکو له وژلو او ویرانۍ پرته بله هیڅ بریا نه لري.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلو تورونو د لړۍ په دوام کښې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د یو په لیکلو سره مدعي شوی چې د دوي په تیلي تاسیساتو باندې په حمله کښې ایراني وسلې کارول شوې دي.

دغه بې بنیاده تورونه او ادعاوې په داسې حال کښې دي چې د یمن وسله والو ځواکونو د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د حملې پړه منلې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه