Sep 22, 2019 07:42 Asia/Kabul
  • عربستان له یمن څخه له ماتې خوړولو وروسته د نورو د ملامتولو په تکل کښې دی

جهانګیري: کله چې عربستان په خپلو ټولو پوځي امکاناتو سره د یمن له خلکو داسې سخت ګوذار خوري نو په طبیعي توګه د نورو د ملامتولو په لټه کښې کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: کله چې عربستان په خپلو ټولو پوځي امکاناتو سره د یمن له خلکو داسې سخت ګوذار خوري نو په طبیعي توګه د نورو د ملامتولو په لټه کښې کیږي.

اسحاق جهانګیري تیر مازیګر د یمن په لړ کښې په ایران باندې د عربستان تور پورې کولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: عربستان چې ټاکلې یې وه د خپلو پوځي توانمنیو په بنیاد په یو څو ورځو کښې د یمن خلک تسلیم کړي، د څلورو کلونو په تیریدو سره یې هم هیڅ نه دي کړی شوي.

جهانګیري په دې خبرې سره چې د یمن خلک ورځ په ورځ لا پياوړې کیږي او قدرت یې لازیاتیږي، وویل: د یمن خلک په ډیرو کمو امکاناتو او وسائلو سره د سعودي رژیم تیري ته سخت ځواب ورکوي.

 

ټیګونه

کمنټونه