Sep 22, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې د جنګ ختمول به د هغه د پیلونکي په لاس کښې نه وي

امریکا دې پوهه شي چې په سیمه کښې د جنګ پیلونکی به د دغه جنګ د ختمولو او پاې ته رسولو توان ونه لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په فارس خلیج کښې د امریکې په پوځي او سیاسي تحرکاتو باندې په نیوکې سره وویل: امریکا دې پوهه شي چې په سیمه کښې د جنګ پیلونکی به د دغه جنګ د ختمولو او پاې ته رسولو توان ونه لري.

محمد جواد ظریف چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تلی دی، پرون یې سي، بي، ایس خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: امریکې د پوځي فعالیتونو په زیاتولو او د نامناسبو سیاسي دریځونو په غوره کولو سره د لویدیځې آسیا ثبات او امنیت په خطر کښې اچولی او سیمه د جنګ په لور ټیل وهي.

د ایران خارجه وزیر په لویدیځې آسیا کښې د امریکې د صلحې غوښتنې د ادعا په ردولو سره وویل: عربستان ته د لازیاتو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د لیږلو لپاره د دغه هیواد تازه فیصله د سپينې ماڼۍ د چارواکو په ګفتار او عمل کښې د تضاد نښه ده.

ظریف د یمن د جنګ د ختمولو لپاره د امریکې او عربستان حقیقي کوشش په لویدیځې آسیا کښې د صلحې د پياوړتیا یوه لاره وبلله او زیاته یې کړه: امریکا او د هغې سیمه ایز انډیوالان په دباؤ سره خپلو پراختیا غواړو اهدافو ته نه شي رسیدی.

 

ټیګونه

کمنټونه