Sep 23, 2019 04:30 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا له مخکنیو بایکاټونو وروسته د خپل اقتصاد په تثبیتولو  کښې بریالی شوی دی .
    ایران د امریکا له مخکنیو بایکاټونو وروسته د خپل اقتصاد په تثبیتولو کښې بریالی شوی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی د تهران پرضد د امریکا په نویو اقداماتو نیوکه وکړه .

هغه دچین  له« سی جی این» ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل امریکا  دایران پرضد د بایکاټونو په لګولو سره غواړی له تهران سره خبرې اترې ناممکنه کړی .

دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ ایران د امریکا له مخکنیو بایکاټونو وروسته د خپل اقتصاد په تثبیتولو  کښې بریالی شوی دی .

د سعودی عربستان د تیلو په تاسیساتو دیمن دپوځ او د انصار  الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو له حملو وروسته امریکا په تیرې جمعې ورځې د ایران پرضد د بایکاټونو د بل پړاو په اعمالولو سره دایران په مرکزی بانک او د ملی پراختیا په صندوق هم بایکاټونه ولګول .

امریکا او سعودی عربستان د ایران داسلامی جمهوریت پرضد په بې اساسه ادعاګانو سره وویل ایران د یمن د پوځ لخوا د عربستان پرضد دحملو شاته ولاړ دی .

 

ټیګونه

کمنټونه