Sep 26, 2019 05:53 Asia/Kabul
  • ظریف د برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپایانو پر لوظ ماتونو نیوکه وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپایانو په لوظ ماتونو نیوکه وکړه.

محمد جواد ظریف پرون په نیویارک کښې د ایران او ۴+ ۱ ډلې د هیوادونو (چین، فرانسې،  روسیې، انګلستان او جرمني) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کښې له برجامه د امریکې د غیرقانوني وتنې د خرابونکو آثارو په تشریح کولو سره، د دریو اروپايي هیوادونو وروستۍ غیرقانوني څرګندونې او بیانیې وغندلې.

په دغې غونډې کښې د ایران، فرانسې، روسیې، چین او جرمني خارجه وزیرانو، د انګلستان یو استازي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني شتون درلود.

د غونډې ګډونوالو د هغې په پاې کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره د ټولو لورو له خوا د ایټمي موافقې د بشپړې او اغیزناکې اجرا اهمیت ته په اشارې سره، د دغې موافقې د ساتنې په موخه د خپلو هلوځلو د دوام په لړ کښې پر خپل هوډ ټینګار وکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه