Oct 08, 2019 14:58 Asia/Kabul
  • د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه د دښمن لخوا هر ګواښ او خطر ته په قدرت سره ځواب ورکوي .
    د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه د دښمن لخوا هر ګواښ او خطر ته په قدرت سره ځواب ورکوي .

داسلامی ایران د وسله والو ځواکونو د دفاعی توان د پیاوړی کولو په لړ کښې په جنوب کښې په بوشهر ولایت کښې د فارس خلیج د دافع هوا د عملیاتو د قومندنۍ مرکز خپل کار پیل کړ .

دغه مرکز چې پرون د ایران د پوځ د لوی درستیز برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی په شتون سره کار پیل کړ د هیواد په جنوب کښې دبوشهر ولایت په سواحلو کښې دیره د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک او دپوځ د هوایی او د دافع هوا یونټونو نیغ په نیغه لارښونې او په پراخ ډول دسیمې د کنټرولولو په قابلیت او په نوی ټیکنالوژۍ سره رامینځته شوی دی .

د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک  او د پوځ د هوایی دافع هوا د مرکزونو د کتنې په څنګ کښې ډاګینه کړه د ایران وسله والو ځواکونو د هیواد د هوایی ، سمندری او د ځمکنیو سرحدونو په قدرت سره ددفاع کولو لپاره ضروری اقدامات ترسره کړی دی او د هیواد په دفاع کښې هیڅ خلا(تشه ) نشته .

د ایران دفاعی ډاکټرین په دوو (۲) ستراتیژیکو سویو چې د ایران د ګیرچاپیر چاپیریال د امنیت او د ثبات ساتل او دایران د  سرحدونو د امنیت تامینول پکښې شامل دی د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملی ګټو او دسیمه ییز ثبات د ساتلو پراساس تعریف(بیان) شوی دی .

په دغه چوکاټ کښې د سرحدونو د امنیت په ساتلو کښې دایران دفاعی قدرت له دفاعی ضرورتونو سره متناسب پیاوړی شوی دی .

ګیرچاپیره  او سیمه ییزو ګواښونو ته په غبرګون کښې هم دایران اسلامی جمهوریت په خپل دفاعی ډاکټرین کښې دسیمې امنیتی ګواښونه په دقت سره څاری او د اړتیا په بڼه کښې ددغو ګواښونو د لیرې کولو او د  له مینځه وړلو لپاره اقدام کوی .

په دې چوکاټ کښې د وړتیاو زیاتول او د دافع هوا مرکز د عمل دقت د ایران د وسله والو ځواکونو ددفاعی پروګرامونو لومړیتوب دی چې له پوځی اړخه ستراتیژیک اهمیت لری .

د ایران دافع هوا سیسټم حاضردمه د عملیاتو په اجرا کولو کښې د پام وړ توان لری .

د امریکن اینټرپرایز په نوم  د فکر د  کوټې (think tank) په نظر د ایران داسلامی جمهوریت دفاعی ډاکټرین د اغیزشیندونکی او د نوښتګرې دفاع په لړ کښې د دفاعی ضرورتونو د تولید پراساس تنظیم شوی دی .

د ایران  د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقری تیره اونۍ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قومندانانو او دمسولانو په عمومی غونډې کښې جوته کړه دښمانان پوه شوی دی چې د ایران وسله وال ځواکونه له غلیمانو سره د مقابلې توان ، اراده او زړورتیا لری او د خپلو خلکو ، ټاټوبی او د ایډیالونو په دفاع کښې یوه(۱) شیبه شک نه کوی .

د ایران دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمی په دې زمینه کښې وایی تر هغه وخته چې ځینې هیوادونه د ګواښ په ژبه له ایران سره خبرې کوی دایران د دفاعی بنسټ پیاوړتیا به په قدرت سره دوام ولری .

دغه څرګندونې د سیمې د امنیت په وړاندې د ایران د شفافو دریځونو بیانونکی دی .

ایران په دې زمینه کښې په دریو(۳) ستراتیژیکو ټکو ټینګار لری .

لومړی (۱)ټکی د سیمې د هیوادونو لخوا د امنیت د رامینځته کولو د ضرورت په اصل ټینګار دی .

د ایران له نظره امنیتی لارې چارې باید د سیمې دهیوادونو لخوا تامین شی .

دوهم (۲) ټکی د هغو ټولو هیوادونو لپاره دامنیت تضمینول دی چې د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کښې په فارس خلیج سیمه کښې د کشیتو د تګ راتګ د امنیت او د ازاد تجارت هڅه کوی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په همدې چوکاټ کښې په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څو ورځې مخکې غونډې کښې د هرمز د سولې د نوښت( Hormuz Peace Endeavor) او یا دهیلې د ائتلاف( Alliance for Peace) په نومونو سره د سیمې د سولې پلان وړاندې کړ .

دریم (۳) ټکی د ډله ایز امنیت او د سولې دساتلو لپاره ددفاعی ظرفیتونو او د تجربو په تبادلو او پیوستون  او د نه تیری د تړون د لاسلیک کولو د وړاندیز په مطرح کولو دایران ټینګار دی .

په دغو دریځونو او اصولو ټینګار ددې ښودنه کوی چې د ایران اسلامی جمهوریت له تیریګرو هیوادونو  او ګواښونو سره د مقابلې لپاره د بشپړه چمتووالی په ترڅ کښې دسیمې د هیوادونو په وسیله د امنیتی او  پوځی ملګرتیاو په ترسره کولو باور لری .

په عین حال کښې د سیمې د امنیت او دثبات د ګډوډونکو په وړاندې د ایران دریځ روښانه او په ډاګه دی .

هماغه ډول چې دایران دپوځ لوی درستیز  برید جنرال سید عبدالرحیم موسوی ډاګینه کړه ایران د ګواښ ، د بایکاټ او د دباو تراغیز لاندې نه ورځی او د اسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه د دښمن لخوا هر ګواښ او خطر ته په قدرت سره ځواب ورکوی .

 

ټیګونه

کمنټونه