Oct 09, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو په تېرېدو د معظم رهبر تاکيد

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون سحر په امام خميني (رح) نومې امامباړه کښې د ايران د سائنس او ټېکنالوجۍ د شرکتونو د نندارتون په کتنه کښې له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو تاکيد وکړ.

د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې په دغه کتنه کښې حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د سائنس او ټکنالوجۍ له دېرشو سټالونو څخه د کتنې او له يو شمېر ماهرينو او محقيقنو سره د خبرو اترو ترڅنګه د سائنس او ټېکنالوجۍ له نويو لاسته راوړنو او د ايراني ځوانانو او ماهرانود تجارتي کونکو پروژو په اړه يې آګاهي حاصله کړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو باندې په تاکيد سره وفرمايل، په ننني نندارتو کښې د ځوانانو يوه ګيله دا وه چې ځينې کسان په حکومتي ادارو کښې د هغوي هم هغه لاسته راوړنې يا توليدات له بهر څخه راغواړي چې دا چاره د تيلي اقتصادو د کلتور نتيجه ده او پکار دي دغه غلط نظر اصلاح کړے شي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال ته په خطاب کښې وفرمايل، پکار دي اجازه ورنه کړې شي چې د  فعالوځوانانو مخې ته دا ډول خنډونه پېدا کړې شي، هر څومره چې کېدې شي په دې لړ کښې  کوشش وشي ، زۀ به هم هرڅومره چې کيږي په دې لړ کښې مرسته وکړم.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ له ماهرينو او محقيقنو او د نندارتون له کارکونکو څخه قدرونه وکړه.

د دغې کتنې په يوه برخه کښې د ايران د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال سورنا ستاري بنيادي سائنسي اقتصادو لور ته له تيلي اقتصادو څخه د تېرېدو لپاره د دغه معاونت د پالېسيو او پروګرامونو يو رپوټ وړاندې کړ او وې ويل، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په اجازې سره د ملي ترقۍ له صندوق څخه ډېره ښه مرسته د هېواد د سائنسي برخې په اختيار کښې راغله چې په دغې مرستې سره د هېواد د اقتصادو د پياړي کولو او له بنديزونو سره د مقابلې لپاره د سائنس او ټېکنالوجۍ پلانونو زيات کيفيت او چټګتيا پېدا کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه