Oct 09, 2019 15:57 Asia/Kabul
  • د ایران په ولس د زیات نه زیات دباؤ امریکايي دسیسې ماتې وخوړله

ولسمشر روحاني: د ایران خلک په مقاومت، تاندوالي، کار او زیار او سرشیندنې سره وتوانیدل چې زیات نه زیات دباؤ او اقتصادي ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران په ولس باندې د زیات نه زیات دباؤ په لړ کښې د امریکې دسیسې ماتې وخوړله، وویل: ټولې احصائیې او د ایران د خلکو روحیه ښودنه کوي چې د زیات نه زیات دباؤ د اغیزشیندنې دوران ختم شوی دی.

حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: د ایران خلک په مقاومت، تاندوالي، کار او زیار او سرشیندنې سره وتوانیدل چې زیات نه زیات دباؤ او اقتصادي ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.

ولسمشر روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې دښمنان د ایران د ولس په قدرت، صبر، حوصلې، دریدنې او زغم باندې اعتراض کوي، څرګنده کړه: هیڅ شک نشته چې د ایران قدرت نن سبا له بل هر وخته زیات دی.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د سیمې بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د ترکیې حکومت د خپلو سویلي پولو په هکله ځینې اندیښنې لري خو باید د دې اندیښنو په ختمولو کښې سمه لاره او طریقه غوره کړي.

ولسمشر روحاني هم داشان د حسیني اربعین مراسمو ته په اشارې او د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره د عراق د حکومت او خلکو د هلوځلو په قدرونې سره وویل: دا ستره اجتماع د امریکایانو او صهیونیسټانو زړونه لړزوي او رعب پرې اچوي.

 

ټیګونه

کمنټونه