Oct 10, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • ترکيې ته د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر سفر لغو شو

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د سوريې په خاوره کښې د ترکيې له فوځي اقدامه وروسته دغه هېواد ته خپل سفر لغو کړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مې مخې ډاکټر علي لاريجاني چې د ترکيې د پارلېمان د مشر په بلنه په پارلېماني غونډه کښې د ګډون لپاره استنبول ته د تلو اراده لرله د سوريې په خاوره کښې د ترکيې د فوځي عملياتو له شروع کېدو وروسته خپل سفر لغو کړ.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په رسمي توګه د سوريې په شمالي سيمو د حملې حکم جاري کړ.

ترکيې د دغه يرغل مقصد د خلق په مدافع يونټونو او د کردو په پي کے کے ګوند او همدارنګ په داعش حمله اعلان کړه.

د ځينو سرچينو له مخې په دغو حملو او نښتو کښې تر اوسه په لسګونوخلق مړۀ او ژوبل شوي دي.

د ايران خارجه وزارت له دې مخکښې په يوې بيانيه کښې اعلان کړے ؤ چې د سوريې خاورې ته د ترکيې د فوځيان داخلېدل به له ځان سره پراخه سر او مال تاوانونه ولري نو ځکه د ايران اسلامي جمهوریت د هر ډول احتمالي فوځي عملياتو مخالف دے.

همدارنګ د ايران ولسمشر حسن روحاني هم تېره ورځ د سيمې بدلونونو ته په اشارې سره وويل، د ترکيې حکومت د خپلو جنوبي پولو په اړه اندېښنې لري خو د دغو اندېښنو د ختمولو لپاره پکار دي صحيح طريقه غوره کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه