Oct 10, 2019 17:32 Asia/Kabul
  • د سوريې په خاوره د ترکيې د حملو په بندولو د ايران تاکيد

د ايران خارجه وزارت د ترکيې د امنيتي اندېښنو په درک کولو سره د سوريې په خاوره په فوري توګه د حملو په بندولو او له سوريې څخه د ترکيې د فوځيانو په وتلو تاکيد وکړ.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت نن په يوې بيانيه کښې د سوريې په خاوره کښې دننه د ترکيې په فوځي اقدام د اندېښنې په څرګندولو سره وويل،فوځي اقدام نه يوازې د ترکيې د امنيتي اندېښنو د ختمېدو لپاره څه عامل نه دے بلکه د سر او مال د زياتېدو تاوانونو سبب کيږي، نو ځکه ايران له دغه اقدام سره خپل مخالفت اعلانوي.

د ايران خارجه وزارت په دې باندې په تاکيد سره چې د سيمې اوسني حالات له سيمې نه د وراخوا په خاصه توګه د امريکې د مداخلتونو نتيجه ده،واضحه کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د سيمه ايزو ظرفيتونو په چوکاټ کښې د مشکلاتو د هواري لرونکي نظر په بنياد د سوريې او ترکيې ترمېنځ د هر ډول رول لوبولو لپاره خپل چمتووالے هم هغه شان چې په اوس حال کښې هم دواړو لورو سره د تماس په حال کښې دے اعلانوي.

په دغه بيانيه راغلي دي: رامنځته شوے تاوتريخوالے يوازې د صلح ايزو اقداماتو لارې، د سوريې د ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا په احترام او همدارنګ د آدانا موافقې په ذريعې سره ختمېدې شي.

ترکيې او سوريې په ۱۹۹۸ کال کښې د پي کے کے په نامه د ترکيې د کردستان د کارګرانو د ګوند د سياسي او فوځي منظموفعاليتونو په زياتېدو سره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمينه کښې د ملګرتيا لپاره آدانا نومې موافقه لاسليک کړه.

 

ټیګونه

کمنټونه