Oct 13, 2019 13:58 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ایران داسلامی جمهوریت له لورړتبه چارواکو سره د کتنې او د خبرو اترو لپاره نن تهران ته راورسید .

عمران خان تهران ته په یوه (۱) ورځنی سفر کښې د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود او ولسمشر سره کتنې او خبرې اترې کوی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په دغه سفر کښې د ایران له چارواکو سره د وروستیو او دترټولو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړی .

د پاکستان له لومړی وزیر سره په دغه سفر کښې خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د لومړی وزیر ځانګړی مرستیال سید ذوالفقار بخاری ملګرتیا کوی .

د پاکستان لومړی وزیر د روان میلادی کال په اپریل  میاشت  کښې ایران ته راغلی وو .

دغه راز د ایران ولسمشر حسن روحانی نن په «سعداباد» کلتوری او تاریخی ودانۍ کښې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان هرکلی وکړ .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د یوه (۱) لوړرتبه سیاسی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلی دی د ایران دولسمشر حسن روحانی لخوا له هرکلی او د خپل لوړرتبه پلاوی له معرفی کولو وروسته د دوه اړخیزه خبرواترو ځاې ته ورغی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په دغو خبرو کښې د سیمې او دنړۍ د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزه مهمو مسائیلو او د دواړو هیوادونو د دلچپسپۍ وړ موضوعګانو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړی .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه